(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021استاد نورالله

[29.Aug.2021 - 18:15]

دروند استاد Noor Ullah ښاد ته مي تر مودود وروسته یو نظم لیکلی دﺉ هیله د استاد مي زړه اوبه ورباندي وچښي.

 

استاده عجیبه ګنګس حالت دﺉ نه پوهېږم

استاده څو پوښتني دي چي ډېر ورته زورېږم

 

استاده انساني شرف په څه کي دﺉ او څه دﺉ؟

استاده انسانیت تعریفېدلای سي که نه سي؟

استاده پستي حد لري که وي نو بیا تر کومه؟

استاده که انسان کي انسانیت وي نو بیا څه سي؟

استاده ژوندون څه دﺉ او قیمت یې ولي جګ دﺉ؟

استاده ارزښت څه دﺉ د جګړې او ولي وه سي؟

استاده هېواد مخکي دﺉ که ژوند د انسانانو؟

استاده پر هیواد دي ګلالي انسانآن مړه سي؟

 

استاده زه انسان یم د انسان خلاف جنګېږم

استاده څو پوښتني دي چي ډېر ورته زورېږم

 

استاده تیاره اصل ده که اصل یې رڼا ده؟

استاده ښه تر مخه که بدي مخ ته پیدا ده؟

استاده د فاني انسان غوښتني ابدي دي؟

استاده ژوند مو اصل دﺉ که اصل مو فنا ده؟

استاده د عدم وجود پخپله یو وجود دﺉ؟

استاده عدم هم د ژوند یو برخه یوه خوا ده؟

استاده په پردۍ هستۍ خطا یو نه پوهېږو؟

استاده جنګ پرې موږ کوو خو دا دنیا د چا ده؟

 

استاده د خیال هیڅ یوې ګوشې ته نه رسېږم 

استاده څو پوښتني دي چي ډېر ورته زورېږم 

 

استاده آدم مخکي دﺉ که مخکي ترې مذهب دﺉ؟

استاده د نیکیو د تللو معیار څه دﺉ؟

استاده مینه څه ده او د څه نه پیدا کېږي؟

استاده نو د میني مرکز ذهن دﺉ که زړه دﺉ؟

استاده مینه مخکي ده که حسن ترې لمړی دﺉ؟

استاده مرګی حق دﺉ خو یو څو ورځي ژوند ښه دﺉ

 

استاده زه د ژوند په ګډوډیو کي ورکېږم

استاده څو پوښتني دي چي ډېر ورته زورېږم

 

استاده جنګ پر څه دﺉ او پر څه څه باندي کېږي؟

استاده د چا ژوند اخستل حق د یو چا کېږي؟

استاده انسانان جګړه کوي د څه دپاره؟

جنګ خپله یو هدف دﺉ که وه بل هدف ته کېږي؟

استاده زما په اند مینه په یو ځل کتو نه ده

استاده مینه هم له بیا کتو نه پیدا کېږي

استاده ضرورت څه دﺉ د لاري د ټاکلو؟

چي لاري کله ډېري سي سړی پکښي ورکېږي

 

استاده زه د زړه عقل په منځ کي حیرانېږم

استاده څو پوښتني دي چي ډېر ورته زورېږم

 

استاده تاریخ څه دﺉ بېله دې ځان تېر ایستنه

استاده موږ له خپل قاتله هم کړې  مننه

استاده پښتو څه ده غیرت څه دﺉ خرتوبي ده

استاده جګړه څه ده د بدذاته کس خواري ده

استاده ستا د سترګو نه قربان سمه حیران یم

زه خر یم که سړی یم  که غویی یم که انسان یم 

 

م. شاهد

-
بېرته شاته