(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021درغلي

[29.Aug.2021 - 18:11]

په جرګو کې درغلي شوه

په لښکر کې غمازي شوه

په حجرو کې پټ پټوني

په جومات کې دلالي شوه

دا خو هغه ژوندون نه شو 

چې پرون مې د بابا و 

هغه کور او کلی نشته

چې یې زه ومه زما و

 

قافله کې به چل ول وي

خو جرس د غږېدو شته

خړو یخو تړو لاندې 

سره بڅري د لمبو شته

د غرض سود او سودا شوه

خو لا تله د پښتو شته 

که غازیان بوډاګان لاړل 

ننګ د نویو شاه زلمو شته

 

ما د دغو غیرتونو له کاروانه سره واخله

ای زما د مینې باده ما له ځانه سره واخله

دا سوچه ټبر خبر کا

 دا زما، دا زما پرېدي

خپله ډول سورنا راواخلي

د بل ډول ته ګډا پرېدي 

دا چې توره دې زما وي

او مړۍ دې د لالا وي

لکه مخ د تورې سپین دی 

دا خبره دې صفا وي

 

په حجرو کې چې زړېږي 

دا هډونه راتازه کا

تورو خاورو کې بڅري

دا غیرت نوې لمبه کا

زلمی فصل رالویېږي

ترېنه جوړه یوه غونچه کا

دغې نوې دنیاګۍ ته

ښکلاګانې دې ښکاره کا

 

اجمل خټک

-
بېرته شاته