(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021مات ستوري

[29.Aug.2021 - 17:55]

ارواښاد نصرالله حافظ

مات ستوري، مخ ۱۴

.

ستا یوه موسکا به په جهان باندې ورنه کړمه

خدای ږو چې دا ګټه، به په زیان باندې ورنه کړمه

.

کېږي مې چې تا سره د مینې راز او نیاز په کې

زه په دغه شاړه، په بوستان باندې ورنه کړمه

.

اېښي چې پرې تا د ناز مکېز ډک قدمونه دي

دغه خړه خاوره به اسمان باندې ورنه کړمه 

.

کومه خوشبویي چې ستا د څڼو یوه تار کې ده

مفته به یې د مښکو په کاروان باندې ورنه کړمه 

.

مینې لېونۍ څه چې د ستا په لېونتوب کې دي

هغه هوښیاري به په لقمان باندې ورنه کړمه

 

مه راوړه په مینه کې دارو طبیبه! خیر یوسې

دا یې سازه سوز په درمان باندې ورنه کړمه

.

موسکا = بې غږه خندا، تبسم

زیان = تاوان

راز او نیاز = پټې د مینې خبرې

شاړه = مېره، نه کرل شوې ځمکه

بوستان = بڼ، باغ، د ګلو ځای، ګلزار

مکېز = ناز، نخر، ادا

څڼه = زلف

مښک = موشک، عطر چې له هوس له نومه (ناف) په لاس راځي

سوز = ۱) سوی، سوخته، سوځېدلی ۲) درد، تکلیف، غم

درمان = درملنه (علاج)، دارو درمل، دوایي

 

 

ځمه ځمه ځمه

د ارواښاد غني خان بابا دیوان

مخ - ۳۹۰

.

په رڼا باندې مین یم خو تیارو نه، نهٔ وېرېږم

که پښېمان په ګناه نه یم، خو پرې نه غاوره کېږم

پرون تخم وم، نن ګل یم، سبا بیا به خاوره کېږم

زه د باد یوه چپه یم، په صحرا، په باغ تېرېږم

کله باد، کله باران شي، کله اور کې وسوځېږم

خو زه ځم، په مخه ځمه

که ودرېږمه، ورکېږم

.

چې ورپېښ شم په ګلونو، کړم ځولۍ د عطرو ډکه

خورومه یې چاپېره، ورته خاندم خوشالېږم

چې د رنګ په جهان ورشم، یو رنګین د بوډۍ ټال شم

رنګارنګ رنګین جمال کې، سپینه شمع شم، ګډېږم

چې د مستو په محفل کې، په ساقي او په جام ورشم

لېونی شانې خمار شم، په خوبونو کې خورېږم

چې جهان تیاره تیاره شي، اور شي، تندر شي، عذاب شي

زه پښتون د پښتو غر شم، نه وېرېږم، نه نړېږم

چې د علم په جهان کې، د هوښیارو خوا کې کښېنم

هم هغوی پورې خندا کړم

هم په ځان پورې خندېږم

.

په فکرونو لېونی شوم، په لټون لټون شوم ستړی

خو اخر دغې له راغلم، نه پوهېږم، نه پوهېږم

خو زه ځمه ځمه ځمه، تل روان یمه په مخه

یو مقام ته ور روان یم، یو مقام ته به رسېږم

او په لاره چې څه راغله، که تیاره وي، که رڼا

زه رڼا کې یم خوشاله

خو تیارو نه، نهٔ وېرېږم

.

غاوره = کبرجن، مغرور، سربلند، متکبر

 

.(غوړچان: ممتاز خان )

-
بېرته شاته