(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021د وخت ضرب

[29.Aug.2021 - 17:47]

د وخت ضرب، مخ ۷

 مولا عبدالهادي عطایی

شیخ یې څاري د پله نخښې، ما یې کور لیدلی دی 

دهٔ کتلي د عشق توری، ما یې زور لیدلی دی

.

دا اوږده کیسه د زلفو، دا لنډۍ دعوه د زهد 

دهٔ یې تار لیدلی نهٔ دی، ما یې تور لیدلی دی

.

چا ته وژاړم چې څوک مې سوځوي د خاطر خونه

نه یې دود، نه یې لمبه شته، نې چا اور لیدلی دی

.

عقل خوار شو، سودایي ګرځي، جنون مست موج د خندا 

یو اور بل تر پلو لاندې او بل خپور لیدلی دی

.

پښتنې په کتو نه دي، ګرانې! زما ابۍ ویل 

ورور یې ګوره، خور یې غواړه، ما دې ورور لیدلی دی

.

پنجابي تېل یې وهلي ، لاس یې نه ټینګوي لاس 

ربه! خیر مو کړې پښتو ته!، خان لاهور لیدلی دی

.

زمانې، موسا دې څه شو؟ محراب ونیو سحرګرو 

سامري ته په سجده مېدلدل سپورلیدلی دی

.

ورځ منبر، عتاب او وعظ، شپه بدنام بازار د حسن 

سپین پګړیمې په سیاه سرو کې سرتور لیدلی دی

.

د دې ښار غسل واجب دی، د قدرت شیطاني خوب 

هم قاضي، هم محتسب ، هم مولا تور لیدلی دی

.

.

پله = ۱) ګام ۲) لوری

خاطر = زړه

خونه = ۱) کوټه، اوتاک (اطاق) ۲) کور، مېنه

نې = لکه نه یې

.

سامری = هغه کوډګړ (جادوګر) چې د اسراییلو لپاره د سروزرو خسی (سخی) جوړ کړی و

.

دلدل = دلته دلدل هغې کچر (اس) ته اشاره ده چې د وخت د اسکندریې (مقدونیا/ مرکدونیا) مشر زموږ پیغمبر حضرت محمد ته ډالۍ کړی و .

.

عتاب = ۱) ځاځ، خوشکه، قهر، غضب ۲) رټنه، ملامتونه ۳) ناز

محتسب = کوتوال، حساب كتاب کوونکی، حساب اخیستونکی

مولا = چړی، هغه کس چې چا دیني زدکړې کړې وي

Mumtaz Khan

-
بېرته شاته