(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.08.2021غازي امان الله

[16.Aug.2021 - 18:16]

ډ. ساپی زړور حمیدالله :

( غازي امانه سر راجګ کړه!)

غازي امانه! سر راجګ کړه له جلال آباده

سل کاله مخکې آزاد کړی هیواد ځي برباده!

تا خو غوښتل افغانستان به د سیالانو سر شي

ښځې او نر به برابر وي او ټولنه ښاده

تا فابريکې،دارالامان ،ښاراو پټلۍ جوړول

تا اساسي قانون، جرګې او ښوونځي بنیاده

خو

تا دڼنه د لستوڼي ماران نه پېژندل

دوی ول یا هندوزاده او یا د انګریز له زاده!!

ګوډ ملایان، بغدادي پير او د سقو بچکان

بریطانیا درته راشنه کړل سیاسي-دین له ډاډه!

ساده افغان ېې غولول په دروغجن اسلام

تې په څلور مذهب کافر کړې پر پنج پیر نژاده!

تا د افغان سپېڅلې وینه تویول نه غوښتل

لاړې سویس ته خو تر پایه د وطن په یاده!

 

اوس راشه ګوره په وطن څه حال دی؟

څوک چې وينې تویوي ،وايي مارشال ي زما ده!

اوس همهغه انګریزان،امریکایان او پنجابي ګوډاګیان

هم فارشیستان ،هم ترکستان ،نه دیرش ملکو غوغا ده

کابل او ټول ولایتونه ، قصبې او کلي

ورانوي، وژني ولسونه قصه د بن-لادا !ده

زړور ساپیه!صبر وکړه!وخت راځي د غزا!

له باچا خانه تر نجیب د لر او بر دعوا ده!

-
بېرته شاته