(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.07.2021سره جنډه

[28.Jul.2021 - 10:49]

سره جنډه

دا سره جنډه د رڼا څړیکه د سبا زېرے دے

 دا سره جنډه د رنګ شغله ده د ښکلا زېرے دے

 

دا سره جنډه چې یې انګرېز اوتر اوتر وړے دے

دې سرې جنډې هغه جابر د بحر و بر وړے دے

 

دا سره جنډه چې ترې ایوب داغ پۀ ټټر وړے دے

دې سرې جنډې دغه امر لکه وزر وړے دے

 

دا سره جنډه دا سره لمبه د جبر کور ورانوي

دا سره جنډه دا سره چپه د کبر کور ورانوي

 

دې سرې جنډې ده سمه کړې راته لار د ژوندون

دې سرې جنډې دي رڼې کړې تورې شپې د پښتون

 

دا سور نشان زمونږه خضر دے د نن د پرون

دا سره جنډه ښکلې لېلا ده د وطن د مجنون

 

دا سره جنډه چې د وطن وینه کښې جوش راولي

دا سره جنډه چې پښتانه سینه کښې جوش راولي

 

دا سره جنډه چې د خوارانو غریبانو مله ده

دا سره جنډا چې د بې وسو مظلومانو مله ده

 

دا سره جنډه د خوارو زارو مزدورانو مله ده

دا سره جنډه د دړدېدلو انسانانو مله ده

 

دا سره جنډه چې د وطن د ازادۍ نخښه ده

دا سره جنډه اوس د دې قام د ابادۍ نخښه ده

 

دا سره جنډه زموږ د شان او د شوکت نخښه ده

دا سره جنډه سره ولوله چې د غېرت نخښه ده

 

دا سره جنډه د قام د زېب او د زینت نخښه ده

دا سره جنډه دا سره جذبه د محبت نخښه ده

 

دا سره جنډه د ننګیالو د بادرانو نشان 

دا سره جنډه د ازادۍ د شهیدانو نشان

 

دا سره جنډه چې د ازاد ژوندون شعور دې پکښې

دا سره جنډه چې هر نظر له یو سرور دې پکښې

 

دا سره جنډه چې هر زړګي لره یو نور دے پکښې

دا سره جنډه چې د ښائېسته ژوندون منشور دے پکښې

 

دا سره جنډه دا پلوشه د سحر نمر څېره ده

دا سره جنډه د باچاخان د قافلو مېره ده

 

دا سره جنډه چې د فطرت پۀ ښکلا پوره ښکاري

دا سره جنډه چې مو نظر ته لکه حوره ښکاري

 

دا سره جنډه چې سراسر ډکه د نوره ښکاري

د وخـت باطل ته د خپل سر د قضا توره ښکاري

 

دا سره جنډه ده چاته نور او چاته نار ښکاري

دا سره جنډه چاته ازار چاته بازار ښکاري

 

دا سره جنډه د رڼا څړیکه د سبا زیرے دے

دا سره جنډه د رنګ شغله ده د ښکلا زیرے دے

 

اندېش شمس القمر

کتابفخرِ افغان (خضرت باچاخانمخ: 33 نه 35 پورې

............

 

 

چې     راياد     شې  ستا  د   ياد  مراقبه شم

ځان    تحليل    کړم    ستا د فکر  صدقه شم 

 

ژوند مې څۀ دے ؟ د رباب سور کړے  تار دے

چې     بې    حال     پۀ تشدد شمه  نغمه شم

 

ستا     حجاب   ته مې هم  دا تقدس بس دے

زۀ پۀ   خيال کښې    پرده  پوخ  پۀ کنايه شم

 

يو     تياره    بل     د  بهروپو  خلکو  چم  دے  

نۀ    پوهېږم      چې    ډيوه     کۀ   آئينه  شم

 

پۀ     سر     ولې  دومره بوج  د خوشامد‌ وړي ؟

دنګې      ونې     چې     کږې   وينم  خفه شم

 

د‌      تګ      لاره     د     بېلتون   غرمو  نيولې

تۀ    جزبه  د  وريځ    راوړه    چې    شېبه شم

 

ستا      ديدار     خو    د  الهام د بڼ  مارغۀ دے

زړۀ     ته     راشه  پۀ    چغار شه  چې دمه شم

ډاکټر دیدار يوسفرے

Didar Yousufzay

-
بېرته شاته