(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.07.2021پښتونخوا

[24.Jul.2021 - 23:03]

 سـتادعشق له وينو ډک شو ځیګرونه

ستا په لار کې بایلي زلمي سرونه

 

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي

بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه

 

د ډیلي تخت هېرومه، چې راېاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

 

که هر څو مې د دونیا ملکونه ډېر شي

زما به هیرنه شي دا ستا ښکلي باغونه

 

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه

 

د فرید او د اشرف دور به بېا شي

چې زه وکاندم په هر لوري تختونه

 

که تمامه دونیا یو خوا ته بل خوا یې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

 

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

 

(ستر امپراتور احمدشاه بابا)

Ahmad Shah Baba

 

  پختون خوا، پشتون خوا، پختونخوا، پشتونخوا، پښتون خوا، پښتونخوا   Pakhtunkhwa ,Pashtoonkhwa, Pashtunkhwa, Pukhtunkhwa

-
بېرته شاته