(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.07.2021زه انتظار کووم

[24.Jul.2021 - 22:55]

پيالې نسکوروم دې، تشومه خو دې نه

نصيبه، بدلوم دې، قبلومه خو دې نه

.

تقديره، زولنې دې د جانان تر کوڅې وړمه

زندانه، نړوم دې، تېرومه خو دې نه

.

ازل مې لېونتوب دی، له نامه سره کرلی

ګرېوانه، څیروم دې، ټولومه خو دې نه

.

د سر سودا منمه خو چې سر ټیټول غواړي

قاصده ستنوم دې، ورلېږمه خو دې نه

.

خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پيدا کړې

تنديه، ماتوم دې، لګومه خو دې نه

.

ياغي يم د فرياد د پاره نه يمه راغلی

آسمانه، کڼوم دې، ژړومه خو دې نه

.

د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذکر

جنونه، پاروم دې، ويدومه خو دې نه

.

زخمونه د حبيب دي، د طبيب کوڅې ته نه ځمه

پرهاره، شوړوم دې، رغومه خو دې نه

.

چې هر محراب ته ځمه، ستا جلوه په کې بلېږي

د يار د تصوير خاله، هېرومه خو دې نه

.

چې شمېر د جهاني د ګناهونو باندې کېږي

زاهده، ړندوم دې، خپلومه خو دې نه

.

.

نسکورول = ۱) اپوټه کول، پړمخې کول ۲) ورانول، تباه کول

زولنه = هغه زنځير چې د بنديانو پښو ته اچولای شي، زولانه، زاولنه، بېړۍ

نړول = له بېخه ورانول، ړنګول، نوړول

ازل = ۱) هغه زمان چې پيل يې نه دی مالوم ۲) لومړۍ ورځ

کڼوم = ۱) څوک په ډېرو خبرو سره ستړی کول ۲) په غوږو درنول

شوړول = تویول، شړول، د ټپ (رخم) غوښه تویول

رغول = جوړول، سازول

محراب = ګوښیځ، په جومات کې د امام په لمانځه د درېدو ځای

عبدالباري جهاني

(غوړچان: ممتاز خان)

 

..............

اراوښاد سیف الملوک صدیقي

زه انتظار کومه ستا د سترګو

مخ - ۲۸۳

زه انتظار کومه ستا د سترګو

ولې پنا شوې ته زما د سترګو

.

چې په ګلونو د دنیا کړم نظر

مثال مې نشته د اشنا د سترګو

.

که په سلګو یمه، یواځې نه یم

اوښکې بهېږي د هر چا د سترګو

.

څومره ښایست چې ستا په سترګو کې و

نشته نرګس او د لاله د سترګو

.

هر چا ته ګورمه، دنیا لټوم 

نشته هغه چېرته خندا د سترګو

.

صدیقي خوښ دی په خلوت د دنیا

چېرته به پټ شي،‌ د دنیا د سترګو

.

پناپټ، غايب، له نظره پټ

یواځې = تنها

یواځې = صرف

خلوت = ګوښه کېدنه، انزوا، ګوښه ګیري، ځان ته کېدنه، ځانته والی، ځانله والی

.(غوړچان د ښاغلي ممتاز خان)

 

.........

 

انتخاب غزل   :  جاوېد احساس

انګليسي ژباړه  : همايون مسعود 

 

زۀ پخته کار مئين د زغم تربيت هم لــــــــــــــــــرمه

خو ستا د غم د نمايش طبيعت هم لـــــــــــــــــــرمه

 

Seasoned lover I am, master of enduring pain with stoicism

Yet every so often, yearn I also to exhibit the pain you give me

 

په روحاني مينه کښې دومره زيات ډوب شوے ومه

نۀ شوم خبر چې بدني ضرورت هم لــــــــــــــــــرمه

 

Enthralled by love so deeply rooted in revered spiritualism

Unmindful I had been to the needs of my bodily desires

هغه نوخېـــــــــز حسن په لور د ځوانۍ رو رو روان

او زۀ د ځان د بربادۍ زوړ عادت هم لــــــــــــــــرمه

 

Her loveliness blooms out mature in the glow of youth’s sweet ray

And my life is hunted by the same old habit of self-annihilation

 

غصه راځي خو د غصې د څښلــــــو چل هم راځي

که اور لرم، د اور د څښلو صفت هم لـــــــــــــــرمه

 

I flare up easily, but quick to swing back to a calmer face

Fire throbs in my veins, yet Heaven I remain

 

ما ته په ګوړه کښې اکثر راکړي شوي زهـــــــــــــر

زۀ د تاريخ څخه دا تريخ شکايت هم لـــــــــــــرمه

 

Many a time poison I was served in the guise of potion

The ruthlessness of history has often left me mourning

يوه ساړه ساه واخلم او خپله سينه يخه کــــــړمه

زۀ دې د غم سره يو داسې نسبت هم لــــــــــــرمه

 

I heave a sigh and cool my chest out

Such bond I retain with your gnawing pain

 

د خپل وجود کل کثافت هم حل کوے شم پکښې

په روح کښې داسې ازلي لطافت هم لـــــــــــــرمه

 

Relieve I can from my body toxins, part for part

Such greater honor my spirit deign to grant me

 

تۀ خو د مينې د رموزو نه هم نۀ ئي خبــــــــــــــر

رقيبه! زۀ جمالياتي بصيرت هم لــــــــــــــــــــــرمه

 

Rivalry deprives you of the sublimest intricacies of love

Yet reeling I’m with aesthetic insight at the beauty of all things

 

هـــــــــــــر څو که زۀ يم د مجلس د عالمانو سړے

خو يو حسين سره د مينې صحبت هم لـــــــــرمه

 

Even though my bearings place me in the society of the wise

The companionship of my beautiful pal merits my jubilation

اوس به زما د حقيقي ذهانت پتـــــــــــــــــــه لګي

احساسه! زۀ اوس مصنوعي ذهانت هم لــــــــرمه

 

Justice it is to unveil now vistas of real intelligence

Ihsas! Beyond the realm of the feigned wisdom

 

Hamayun Masaud 

Javed Ihsas

-
بېرته شاته