(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.07.2021 دبېلابېلو شاعرانو

[09.Jul.2021 - 13:52]

نظم ـ انداز/ شاعر: لايق زاده لايق/ لېونتوب ـ مخ ۱۵۵، ۱۵۶

 

چا په فرېب وخوړه، چا په دهوکو وخوړه

چي حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

ـ

چا د وردۍ په نامه، پردي کورونه لوټ کړۀ

چا د یارۍ په نامه، پردي مالونه لوټ کړۀ

چا په چل ول وخوړه، چا په نخرو وخوړه

چې حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

ـ

چا د پېسو د پاره، خپل غېرتونه خرڅ کړۀ

دې ځينو ځينو پکې، خپل ایمانونه خرڅ کړۀ

چا په شملو وخوړه، چا په پټکو وخوړه

چې حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

ـ

څوک فرېبونه کوي، د فقیرۍ جامه کې

پردي جېبونه وهي، د ملنګۍ جامه کې

چا په پیرۍ وخوړه، چا په تسبو وخوړه

چې حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

ـ

چا خپل اولس بیعه کړ، چا ممبري خرڅه کړه

چا ټول دفتر تاله کړ، چا افسري خرڅه کړه

چا په قلم وخوړه، چا په کرسو وخوړه

چې حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

ـ

چې شي قربان په مینه، هغه یاران چرته دي

وخت دے بدل لايقه، اوس صادقان چرته دي

چا د پښتو په نامه، چا په پښتو وخوړه

چې حیا نه پېژني، دنیا هغو وخوړه

(لائق زاده لائق)

..........................

 

ګرانو مينه والو--

دساېل صېب ټول ژوند او مبارزې ته بايد چې دهغه په ژوند دغه شان سلام احترام وړاندې شی او دا روايت ختم شی چې مونږ داسې مشران وروستو په ارمان او د لفظونو په روايتی مينه يادوو

بايد چې د ساېل صېب دژوند دا يوه ورځ محفوظه شی -

 

نورالبشر نويد

ليکوال کور مردان--20 جون2021

 

--------------------------------

ساېل د پښتنو دے اوپښتو کښې به ساېل وی

دوير دچم په وارټولو نغمو کښې به ساېل وی

 

وختونو  رقيبانو  دا  سړے  به  ايرې   نکړئ

د مينې  د حالاتو په لمبو کښې به ساېل وی

 

په    ژبه   د  ارمان  چې  اړولې  سرو  جنډو    دے

جلوس کښې په جلسو او په نعرو کښې به ساېل وی

 

د خپل وطن په ټولو زندانونو کښې هم نقش دے

پښتون  دے لېونې  دے  زولنو کښې به ساېل وی

 

دټول پښتون وطن د حادثو پښتون حديث دے

په درد په اسوېلو او په سلګو کښې به ساېل وی

 

ملا نه به دا خپلې قيصې هېرې شی اخر کښې

په ژوند او په جنون او فلسفو کښې به ساېل وی

 

سبا به ې هر څوک د محبت کچکول کښې غواړی

سبا  هم د  مئينو  دې  قيصو  کښې  به ساېل وی

 

د  دار   او   د  دلدار   د   دلدارانو     منصورانو!!!

د  خود  او  د خودۍ نشو نشو کښې به ساېل وی

 

هغه  پېدايشی  چې  د  ورتېر په نوم پېدا دے

داځکه خو د ننګ د سر سړو کښې به ساېل وی

 

بشر کښې به ساېل وی او بشر به داسې وای

زمونږ   د انقلاب په ترانو کښې به ساېل وی

..............................

شاعر : جهاني

لا د مرګ په خوب ویده دی!

 

شپه سوه تېره پر اسمان ختلی لمر دی

لا ویده پښتون له ځانه بېخبر دی

د نیکه او د بابا په کیسو پايي

بس ور پاته دا یو نوم یو زوړ ټغر دی

لوڅ لپړ توره تر ملا شمله یې جګه

پهلوان د ترانو د لر او بر دی

پر کنړ او کندهار یې پنجاب ګرځي

دی په خوب کي لا پاچا د پېښور دی

سپېرې شونډی وږې ګېډه فکر وړی

پلی درومي او په مخ کي یې ګوډ خر دی

اورېدلي یې زاړه وراسته نکلونه

زورور هم تر چنګېز هم تر سکندر دی

چي پر دي دي او که خپل خوبونه ویني

نیم پر تخت د شاه جهان نیم قلندر دی

یا فرنګ ته یا پنجاب ته په ښکنځلو

ورور به وژني د غلیم نوم یې په سر دی

چي پیدا دی له قسمته څخه ژاړي

هیڅوک نه وايي چي عقل مرور دی

ژبور او سترګور دواړه په ګور دي

څوک چي نه لري دا دواړه بختور دی

قاتلان او جاهلان یې سرداران دي

ما په سترګو خر لیدلی پر منبر دی

له آمو تر اباسینه وطن بولي

په خپل کور کي یې پردی پر زورور دی

پر اسمان یې د پردیو غوبل جوړ دی

لاندي مځکه هره لوېشت ورته سقر دی

د شهید قبر یې هېر دی له جنډیو

پر قاتل یې زیارت جوړ دی بختور دی

پر پاتا یې نصیب ژاړي په سرو سترګو

د خپل ورور زړه یې څیرلی په خنجر دی

چي خوشحال په زړه زخمي ورڅخه ولاړی

د دې قوم نصیب یې کښلی پر مجمر دی

اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو »

د ازل غشي ویشتلی پر ځیګر دی

جهاني د قلم ژبه دي ګونګۍ که

"چي پر قام دي خوب راغلی په منتر دی.

-
بېرته شاته