(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.07.2021واخله باچا خانه

[04.Jul.2021 - 10:08]

ښاغلي نورالبشر نوید صیب دا غزل د انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک صیب په مرګ ليکلی و مګر د پښتانه قام د ازلي دوښمنانو د جبر له حالاتو سره سمون خوري!

 

واخله باچاخانه د خوشحـــــــال د کور قلنګ ملنګ

سور کفن کې تا له درځي ستـا په شان ملنګ ملنګ

 

ورک اسـلام اباد شه غټ غټ خلک په پيسو اخلي

ســـــرو سپينو بدل نکړو په رنګ دا غنمرنګ ملنګ

 

څـومـره نـازولـی احتـجاج لـکـه مـــــاشـوم کـوي

خاورو کې ويده شو د حــــالاتو ستړی تنګ ملنګ

 

وګورئ په لاس کې د تاریخ د جبــر تبــــر ته

مــــــــړ شو د بې ننګو پښتنو سره په ننګ ملنګ

 

بويه چې څوک بيا را واخلي دا کچکول او دا رباب

بويه چې په دې کوڅو به راشي په غورځنګ ملنګ

 

خلک څه هوښيــــار دي د رڼا په سوري خوب کوي

نـشـتــــه پـه رڼـا پسـې د مـينـې يـو پـتنـګ مـلنـګ

 

خلکــــــــو روغې وکړې تورابان سره په توره شپه

پاتې شـو سوالي سوالي پاګل پاګل په جنګ ملنګ

 

مـــــاتــه د غـلام وطــن ګـــوسـتاخـې هـوا دا وويــل

ځار شم د باغي باغي پښتون پښتون خوشرنګ ملنګ

 

هلته کې د وينــــــــــــو ډنډ او دلته ګل په واورو کې

يو سپرلی او دوه ګلاب په وينــــــو باندې رنګ ملنګ

 

ســـــره ډولۍ او سره جنجيان او چیغې د الله ، الله

خـــوب وينم چې خېژي په جنت کې په پالنګ ملنګ

 

نورالبشر نوید

 

شهید عثمان کاکړ صیب! دوښمنان دې غرق او تباه شه جنتونه دې ځای شه!

-
بېرته شاته