(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.07.2021خیرن عکسونه

[04.Jul.2021 - 10:05]

خیرن عکسونه

دا په " ح" " ح" چي بیان کا

دا په " ق" " ق" چي ږغېږي

زه یې پېژنم یارانو!

په ډالر یا دوه خرڅېږي

 

د سپین پوښ مکر هنر دی

پام  به ډېر کوئ یارانو!

د خدای نوم و مخ ته ډال کړي

چي وار وکړي پر خوارانو

 

تش په نوم دی روشن فکره

دا " یس" " یسچي یې اقرار دي

سم انګرېز نۀ سم پښتون دی

دا " نو" " نوچي یې انکار دی

 

دا قباوي ، پتلونونه

یو خیاط دي ورګنډلي

بیا هم شېخ ته هم مسټر ته

یو آقا دی وربخښلي

 

وِنګ که لیفټ دی او که رایټ دی

په نن ورځ کي سره خپل دي

د سیاست په نامه دلته

ساده خلګ تېرايستل دي

 

وِنګ نۀ  لیفټ شته او نۀ رایټ شته

تش جېبونه ډکول دي

څومره ډېره چي کېدای شي

سرمایه راغونډول دي

ـ

دانشور دي بې حسابه

علم لږ نمائش ډېر دی

بس يو فرق یې دی تر منځه

که یو پاو دی نو بل سېر دی

 

یو په بل سره ژوندي دي

نام نهاده ادیبان دي

یو دبل ستایل یې کار دی

بې درمله رنځوران دي

 

هري خولې ته دی په تمه

چي دځان په اړه واوري

د شاعر قرار په دې دی

یوفقره که غوړه واوري

 

د منصب د پردې شاته

بې هنرو ځان پټ کړی

د منصب په خیرن لاس یې

د هنر ګرېوان نیولی

 

څومره بد ښکارېږي یاره

دغه څو خیرن عکسونه

د پاک ژوند پر لمن باندي

دي هم دغه څو داغونه

 

د رنګ اور

ملا عبدالهادي عطايې

 

 

 

 

-
بېرته شاته