(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.2021 د یوې کیلاشې پیغلې

[24.Mar.2021 - 16:50]

نظم/ د بمبوریت د یوې کیلاشې پیغلې په نوم 

              

د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې

د غرونو د ښایست په ګړنګونو بلې شمعې

 

د نوې پیغلتوب په بام ولاړې جادوګرې

په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې

 

منم چې ته د ډېرو خوشحالو سره نا اشنا یې

د نوې ژوند د نویو رنګینو سره نا اشنا یې

 

منم چې ستا په ژوند کې به بلها څیزونه کم وي

منم چې ستا په زړه به د بلها څیزونو غم وي

 

منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخیږې

منم چې ته به ډېرو ادا ګانو ته پسخیږې

 

منم چې ستا د کلي په کورونو کې تیارې دي

منم چې ستا جامې لږې خیرنې دي زړې دي

 

خو ته د خپل ښایست د پیغلتوبه خبر نه یې

خو ته د خپل تهذیب د سړیتوبه خبر نه یې

 

ته دلته د فطرت د رنګینو په غېږ کې اوسې

ته دلته د قدرت د تماشو په غېږ کې اوسې

 

ته دلته بله شمع د رنګونو دقیامت یې

ته دلته کې ښایست یې لیونتوب یې محبت یې

 

ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار یې

ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښیې خپل اختیار یې

 

شپیلۍ وهې شپیلي وهې چې ګرځې په پټو کې

چې زړه دې وشي ګډه شي د کلي په کوڅو کې

 

د خپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږیږې

په چا چې دې زړه ورشي د هغه سره ګډیږې

 

بې غمه ناخبره د ثواب او د ګناه یې

خو بیا هم په زړه سپینه یې معصومه یې صفا یې

 

د ژوند د بې وسۍ د مصیبته خبر نه یې

د نوم منافقت د مصلحته خبر نه یې

 

دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوریدلي

دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وییلي

 

په هغه ژوند کې څه دي که صفا مې درته ووی

دروغ به درته ښکاري که ریښتا مې درته ووی

 

د هغه نوي ژوند د سړیتوب بلها کمۍ دي

د هغه ژوند د خلکو څه ناشونې مجبورۍ دي

 

ژوند څه دی یو بلا ده یو عذاب دی یو هیبت دی

دوکه بې ایماني ده سراسر منافقت دی

 

ذهنونه په کې هسې د وهمونو کارخانې دي

سرونه د پیریانو د دیوانو ښاریې دي

 

فکرونه د تارکولو غزیدلي سړکونه

خیالونه د سیمټو د سیخونو دوکانونه

 

ځوانان په کې هغه چې جوړولے شي نوټونه

سړي په کې هغه چې ډکولے شي جیبونه

 

ښایست یې په پردو رنګونو ځان سینګارول دي

الفت یو د دروغو د رنګونو کنستل دي

 

جانان یې یو رنګین مهین پی مخے غوندې دام دے

جنون یې د غرض په لمبو سوے تور غلام دے

 

یاري په کې د سپینې خود غرضه بوډۍ ټال دے

خپلوي په کې د خپلو غرضونو نری جال دے

 

ګناه په کې د هرې ناروا لاس اخیستل دي

ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي

 

عصمت په کې د ښار د کباړي د دوکان کوټ دی

قیمت د سړیتوب په کې د سلو روپو نوټ دی

 

غیرت په کې یو شے دے په یوه کاسیره کیږي

ایمان په کې د هرڅه نه په ښه بیعه خرڅیږي

 

د حسن د رنګونو دوکانونه په پیسو دي

د ښکلو د مخونو تصویرونه په پیسو دي

 

هر خیال د سړیتوب په کې ناشونی غوندې شی دی 

احساس د محبت په کې بې وسه لیونی دی

 

ژوند څه دی خو د ژوند په حقیقت پورې خندا ده

په حسن پورې ټوقې دي الفت پورې خندا ده

 

چې دلته راپه یاد شي زړه مې ورپي خفه شي

ورغلي پرهرونه مې خوله پرانیزي کچه شي

 

حیا مې لکه وینه په رګونو کې توده شي

احساس د بې وسۍ لکه ګرمکه را چوخه شي

 

زه خپله د هغه تهذیب د لارو کوڅو ستړی

زه ستا د سترګو وړاندې د هغې ادیرې مړی

 

په ما که دې څه وس رسي واپس مې را ژوندی که

په ما مهرباني وکه د ځان نه مې لوګی که

 

په ما کې که څه ساه وي هغه ساه زما نه واخله 

زما سره که ښه کوې نو ما د ځانه واخله

 

اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکه

زما د وجود وینه په ترخو اوبو صفا که

 

زما خواره دردونه په خالونو کې را پټ که

زما د زړه زخمونه د شلیدلې ګګرې ګڼ که

 

بېرته شاته