(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020قسمت

[31.Oct.2020 - 16:26]

نظم: قسمت

(غني خان بابا)

ملاجان واېي ازل کښې تا ليکلى هر يو کار دى

يو له سترګو کښې شفق دى بل له هسې ګلېخار دى

ستا تقدير هره لمحه کښې د هر يو وېښته واکدار دى

يو له ګل يو له دلدار دى يو له اور يوله انګار دى

يو به ټول عمر نالان وي، اوږى تږى پرېشان وي

يو نيازبين به په بخملو بل به پروت په بيابان وي

يو به تريخ د سپي غپار کا، بل خوړل به لکه مار که

يو به خکلى ښاپيرى وي، بل به باؤ وي تورابان وي

ملا جان واېي اى ربه، د هر خون ته ذمه وار يې

دا ټول ظلم تا ليکلى، ستا د ګوتو دا آزار دى

دا بې رحمه آفتونه،  دا بې ځايه رحمتونه

د حسېن په مرۍ توره، او يزيد د ملک سردار دى

ملا جان وايي تا ايښى په آسمان کښې يو کتاب دى

چه هغې کښې تا ليکلى هر آدم له هر يو کار دى

نو چه داسې انتظام دى اى زما منصفه خدايه

ما نه څه له کښى تپوس، نه مې واک نه مې اختيار دى

ما کښې دومره طاقت کم دى چه ستا ليک د ابد وران کړم

ته د زرو زورو خان يې زه بې وسه خوار غلام

که زه خاندم که زه ژاړم، ستا يو ټکى نه بدليږي

دا بتان دي ستا د ګوتو، دا کفرونه ستا الهام

دا حساب کتاب به څنګ وي، دا تپوس جواب د څه شي

هر ګلاس چه دې ما سکلى ستا د ګوتو وو اکرام

ملاجان وايي ساقى هم د تقدير د ګوتو جوړ دى

ملاجان وايي دا خيشت هم تا جوړ کړى دى تمام

نو چه زه د ساقي سترګو ستا د کوره ځان له بوتلم

تا کړه سپينه راوچته په آسمان ماه ګلفام

چا زه ښکيل کړمه په دام کښې د سرور او د رڼا

چا کړه جام کښ راته ګډه په شرابو کښې خندا

او هغه راته روښانه سپينه شمع بليدله

زه جلبل لکه پتنګ شوم، د دې شمع په لمبه

دا به ته په کوم قانون کښې راکوې ماله سزا

تا آسمان کښې بره ليک کړه، او ما اوکړه په دنيا

چه اختيار نه وي جانانه څه ګناه د چا ګناه

راته خکاري ملاجان چرته تلى دى خطا

که قانون وي که رواج وي که منطق که فلسفه

دا ګناه خو اى تقديره ټوله ستا راوخته

که اختيار وي ګنهګار يم، که اختيار نه ېي ګناه کم دي

دا خو لاس د بري کار دى ته په هر څه کښې تکړه

وايه وايه ملاجانه که اختيار راځي قسمت ځي

د قسمت سره دې واړه آرامونه او راحت ځي

د تندي ليکلى روک شي، بس سړى د ځان مالک شي

که په باغ کښې د آرام ځي که په لار د مصيبت ځي

بيا کېدى شي حسابونه د جزا د ثوابونو

چې سړى په ښه په بده په خپل وس په طبيعت ځي

خو قصه چه د قسمت شي، ملاجانه زه بري شوم

تل به ځم په هغه لاره چه په کمه مې قسمت ځي

زه موټر، هغه ډرائېور دى ځم په کمه چې مې بياېي

که جمات که ميخانه وي که په سمه په صحرا ېي

که موټر کنده کښې پريوزي، نو ګناه د موټر نه ده

دا چه هر قسمه سزا ېي د ډرائېور سره ښه ښاېي

که ګناه ده که ثواب دى، زه په دواړو کښ بې وسه

ملاجانه دا کتاب دې خو څه برغې ژبې واېي

زه بې وسه ګناه اوکړم، بل بې وسه ثواب اوکړي

په دې دواړو کښ به کم يو قسمت سور دوزخ له بياېي

زما بوتله خو سروپ جفا ده دغه بل کښې لا ځاېى شته دی

دې جهان کښ خو به يې عمر ښه تير کړى په خندا ېي

ما د يو بې واکه اوره بيايې بل بې واکه اور ته

بيا دا سا خو يو غضب دى، که دا بيعه د دې سا ېي

ستا کتاب په دې کښ څه وئ لږ مې پوېي که ملاجانه

يا خو راشه ګوډ شروع که قلار کښېنه د آسمانه

يا خو تله مله نه ده، د جمات کږه ډينګرى ده

يا خو تا څه اکو بکو ايجاد کړي دي د ځانه

وران او سم د بل د لاس دي که ده ورانه که ودانه

اور او درد او ښاماران به چاپيره وي زما نه

-
بېرته شاته