(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

27.10.2020رتنبور جیل

[27.Oct.2020 - 16:28]

خوشال خان خټک

 

کله چې دَ مغلي بادشاه اورنګ زېب دَ لاسه دَ پښتنو مشر خوشال خان خټک دَ هند په کوټ رنتهمبور کښې بندي ؤ. اؤ اورنګ زېب دَ هغهُ دَ کورنۍ دَ خلکو دَ يرغمال په توګه هند ته دَ راوستلو امر اوکړو. نو يوسف زو دَ هغهُ دَ کورنۍ خلک دَ مغلو دَ غضب نه دَ بچ ساتلو لپاره خپلې سيمې ته بوتلل.

څهُ موده يې په ''سيکرۍ'' کښې اوساتل. اؤ بيا يې له هغه ځايه ''سنګاؤ'' ته منتقل کړل.

خوشال خان خټک دا نظم په داسې حالاتو کښې ليکلې دې.

کهُ خوشال خان خټک ليکل نهُ کؤلې. نو دَ دې خبرو به مونږه ته څهُ پته لګېده.

                                                    .........

 

چې مېشته په سنګاؤ دي

په عظيم درياب لاهو دي

 

دَ هغو په حال خبر شوې

راښکاره يې هر اثر شوې

 

چې څهُ خوري څهُ يې خوراک دې

څهُ يې ژواک څهُ يې پوشاک دې

 

کوم روزګار کاندي په غم کښې

کوم کوم کار کوي په غم کښې

 

حال دَ ''جټ'' دَ مور څهُ شان دې

زړهُ يې څو ځايه پرېشان دې

 

دَ ''خلو'' دَ مور څهُ حال دې

په څهُ څيز يې اشتغال دې

 

څهُ کا مور دَ ''صدر'' څهُ کا

جداي شوه خداي خپل کړهُ کا

 

حال به څهُ دَ ''باز'' دَ مور وي

په اور سوې لکه سکور وي

 

څهُ مې ځويه څهُ مې لوڼه

څهُ مې خوېندې څهُ مې روڼه

 

څهُ ياران څهُ عزيزان دي

څهُ په دا آتش بريان دي

 

ؤويشت ځويه دوه دېرش لوڼه

دوه مې خوېندې درې مې وروڼه

 

هغه ملک دې خداي ګلزار کا

چې مې ځويه پکښې ښکار کا

 

هغه ملک دې خداي آباد کا

چې مې ګشت پکښې اولاد کا

 

هغه ځاي مې چې همدم دي

هغه ځاي مې چې ندم دي

 

کهُ په تن په رنتهمبور يم

په زړهُ تل په هغه لور يم

-
بېرته شاته