(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.10.2020غزل

[09.Oct.2020 - 21:14]

غزل 

 

هتکړۍ دي لګیدلي، حسرت ژاړي بې وسۍ ته

د کا فر قاضـــــي فتوا ده: منتظر د دار کړۍ ته

 

د باروت شینکۍ لوخړي، دلته ساه تر ستوني نیسي

ناوکۍ د سپوږمۍ لوري! خیژه خپلي پلرګنۍ ته

 

مرګه! لوظ د پښتو دی،تښتم نه خو مهلت غواړم

امـــانت خال پـــر لـــمنه،رســــوم ېې وشهۍ ته

 

د قسمت عـــجیبه زور دی، مـــخ په خپله وفا تور دی

ياران ولاړه د خدای کور ته، زه چوکۍ کړم بې وسۍ ته

 

"ښه ښاېسته خو بې وفاوې"،" ښه خوږه خو په ځغستا وې"

دا وصیت مـــي دلربا ته ، دا ګيله مـــي و ځــــوانۍ ته

 

زور دميني، زور د خدای دئ، دام د حسن، د ژوند پای دئ

زه تسليم يم دې سرکار ته، زما سلام دی دې خانۍ ته

 

د غاصب فرنګ دښمنه ! په سپيره وطن مينه 

نن د هوډ د غره تکل دی،ځيګر سپر کړه و ګولۍ ته

 

عطایي ملا) عبدالهادي

-
بېرته شاته