(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.10.2020ماته جانان ووایه

[09.Oct.2020 - 21:10]

ښاغلی انور مانېروال

ما ته جانان ووایه

مخ - ۱۵

.

بیا هغه شان ووایه

ما ته جانان ووایه

.

درته یادېږم، که نه؟

ښه په ایمان ووایه

.

ستا ومه، ستا به یمه

علي الاعلان ووایه

.

زه یم ټپه د مینې

ته یا قربان ووایه

.

زما په مینه کې ستا

که وي تاوان ووایه

.

د زړه خبره اشنا

یمه روان، ووایه

.

د جدایي زړګیه

که لرې توان ووایه

.

انوره بې د مینې

څه دی ګوزران ووایه

.

.

علي الاعلان = په ښکاره ډول، صفا صفا، په څرګنده توګه

تاوان = ۱) زيان، ضرر، تروټ ۲) جرمانه، پور ۳) په غاړه کېدنه، د نقصان تلافي

توان = وس، زور، طاقت

راټولونه او خوښونه د ډاکتر ممتاز خان

-
بېرته شاته