(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020له سباوون نه

[08.Oct.2020 - 15:53]

ارواښاد قلندر مومند

سباوون - مخ ۹۶

.

چې نصیب مې دی صلیب، برخه مې دار ده

دا مې هم سربلندۍ له یوه لار ده

.

په وعده دې تر قیامته تېروتای شم

صرفه مه کوه، ځواني مې درنه ځار ده

.

چې په هره لاره لوټ کړ راهبرانو

پس له دې مو راهروانو کومه لار ده

.

په ولور کې رانه وینې د زړه غواړي

د ژوندون ناوې زما په انتظار ده

.

په یوه لار لکه نمر سپوږمۍ روان یو

جدایي مو په نصیب لیل او نهار ده

.

که مرحب د خیبر کوټ باندې مغرور دی

زما هم د قلم څوکه ذوالفقار ده

.

قلندر لکه خوشال مغل ته مخ دی

حوصله یې په تکیه د کردګار ده

.

.

صلیب = ۱) غرغره، دار، تېزندۍ، زندۍ، سولۍ ۲) د عيسوى مذهب نښه ۳) چليپا (X)

دار = تېزندۍ، زندۍ، غرغره، سولۍ

سربلندۍ = سرلوړي، سرفرازي، عزتمندي

صرفه = شومتوب، بچت، پاسره، سپما، کم خرڅي

راهبر = لارښود، بوميا، لارښونکی

راهرو = لاروی، په لار تلونکی، لاربه، مسافر، راه پیما، لاروونی

ولور = د زوم د کورنۍ لخوا د ناوې کورنۍ ته د ټاکلو روپيو ورکونه

لیل او نهار = شپه او ورځ

مرحب د خیبر کوټ = مرحب یو یهودي و او د خیبر کوټ (قلعه) څښتن هم و. مرحب د حضرت علي (رض) لخوا ماتی خوړلی و

ذوالفقار = د حضرت علي (رض) د تورې نوم ذوالفقار ؤ

مغرور = ویاړن، فخر کوونکی

تکیه = ۱) ټېک، ډډه، ملاتړ ۲) باور

کردګار = کار کوونکی، لوی څښتن، مالک، آقا، د خدای پاک يو ستاینوم (صفتي نوم)

.راټولونه د ډاکتر ممتاز خان

-
بېرته شاته