(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020زما قوم

[08.Oct.2020 - 15:46]

زما قوم،زما ټبره!

««««««««««««

زما قوم زما ټبره

پروت په لر یې که په بره

له بولانه تر چتراله 

له پامیره ترخیبره

لږ نظر وکړه نړۍ ته

د زمان او وخت لړۍ ته

د ماضي له ژوند راووزه 

د نن ورځې، نن ګړۍ ته

پلار، نیکه به دې باتور وو

په خپل وخت کې به یې زور وو

خو، نن ته په هیڅ کې شمار یې 

نه د تورې، نه د کار یې 

ندې هغه شان، پرتم شته 

نه لارښود یې، نه سالار یې 

د پردو د لاس اله یې

بس خپل ځان ته دې بلا یې 

د قلم، کتاب دښمن یې

په ټوپک، په جنګ مین یې 

ناست د بل د لاس مړۍ ته 

ملامت ټولې نړۍ ته 

لږ راويښ شه، لږ بیدار شه 

پښې دې سمې کړه شړۍ ته 

ځان د سیاله سره سیال کړه

په علم، پوهه ځان سنبال کړه

دجمال یاد راتازه کړه 

را ژوندی ځان کې خوشال کړه 

چې منزل ته رسیدلي

د هغو د لارې مل شه

چې هر ګام کې یې خوښي وي

دهغه لوري مزل شه

 

منتظر مسيد

-
بېرته شاته