(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020سوله

[08.Oct.2020 - 15:45]

سوله

#####

څه عجبې لوبي وشوې

څه عجبې کانې وشوې

زموږ خاوره او وطن کې

تاړاکٰٰونه           ير غلونه 

سرو پوځونو د روسانو

د       ناتو      امريکايانو

په ښکاره او پټ پناه کې

د بد مرغه ګاونډيانو

لا مو نه پريږدي ارام ته

بس دی بس دی افغانانو

داجګړه پردي جګړه ده

دغه جنګ د ګټو جنګ دی

ټول تاوان ورکوو مونږ

سرو اورونو کې سوزيږو

تباه کيږو قتل کيږو

کور زموږ په کې ورانيږي

دواړه خوا ته افغانانو 

ولس غږ کوي په تاسي!

!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!ـــ

بس دی بس دی جګړه بس کړي

خدا لپاره جګړه بس کړي

لاس د سولي سره ورکړي

يو بل ونيسي په غيږ کې

سا مو ورکړي وران وطن ته

سا مو ورکړي مړه ولس ته

دغرض ژبي کړي غوڅې 

د غرض لاسونه پرې کړي

غرضيان پريږدي مختوري

په خپل منځ کې جوړه وکړي

زيري وکړي زيري وکړي

په دي خپل شهيد وطن

په دي خپل شهيد ملت

افغانانو ته د سو لي

دا به ستاسو وي ميړانه

په تاريخ ددی هيواد کې

لوي واړه د سولي تږي

لوي واړه په انتظار کې

کونډو رنډو يتيمانو 

ژړيدلو ميندو خويندو

کړئ په سوله اوښکې پاکې

مينه ورکړئ موسکا ورکړي

نور نه وينه توييدل وي

نه د هيڅ.افغان وژل

افغانان شې مينه مينه

د چا پوزه نه شې وينه

نور خلاصه شې غميزه

دا جنګونه بې تميزه

ابادي شي سوکالي شې 

(پر ګنيزه )خوشحالي شې

پر ګنيز

-
بېرته شاته