(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020پښتو

[08.Oct.2020 - 15:30]

چــا ویــل تـــش د پــــــوهـــېــــدو نــــښــه ده !
ژبــــه د قــام د پـــــــــېــــژنــــــــدو نــــښــه ده 

ســوچ، هـــم د ژبـــې یـــوه بـــڼـــه ښــکــــاري
ژبـه د ســوچ،  د  لــــوئـــــــــېــدو نـــښــــــه ده

چــې خپـلــې ژبـې  تــه  قــام  پــام  نــه کــوی
نــو   ئـــې  هـــمدا  د  ورکـــېــدو  نــــښــــه ده

بــې  ژبــې  قـام  وده  کـــولــی  نــــه  شــــــي
ژبـه د قــام د  پــــــرمـــــخــــتـلــو  نـــښــــه ده

ســـــتـوری  پــښـتــو بـاندې  پــښـتــو په کار ده
پـه  ژبــه  نــنګ، د  نـــنــګــیـــالـــو   نـــښـــه ده

کبیر ستوری Dr.Kabeer Storai

-
بېرته شاته