(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020منظور

[07.Oct.2020 - 15:35]

مست لکه درياب به شي، منظورپاشتین

 

شور د انقلاب  به شي ،منظور   پښتون

غږ به ،يې، پښتون  ،له  ،خوبه ، پاڅوې

ساز لکه رباب به شي ،منظور  پښتون

وايې  به   پخولې  ،  د  آزادۍ   نغمې 

سم لکه سوراب به شي ،منظور پښتون

مينې  به  رنګینې کړي د   ژوند   څپې

روغ د ژوند کتاب به شي، منظور پښتون

بیابه شين چمن شي، د افغان  خاوره 

څلي د ګلاب به شي، منظور  پښتون

وابخلې په لاس کې، د خوشال توره

سم لکه شهاب به شي، منظور پښتون

دي لکه ميرويس، او احمد شاه  بابا

وخته ستا ځواب به شي، منظور پښتون

غم باندې( آصفه ) خاورې   واړوې

جوړ د مينې باب به شي منظور پښتون

-
بېرته شاته