(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020دوعا

[07.Oct.2020 - 15:06]

د وعـا

د مــیـنــې د ښـــمـنـان واړه مـــیـن او عـــاشـقـان کــې !

یــــــا ربـــــه د انـــــــســـان !

تـــوان د مــحــبـت زړه کې پـــیـدا د هـر انــسان کــې !

یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

چې هــر یــو تـن مــیـن شـــي، پــه انصاف او عــدالــت

د زور نـــــه،  وي نــــــفـــرت

ســـــولـــه ارامــــــي شـــي او ژونــــد ون وي د عــــزت

د هـــــــر قـــــــام او مـــلــــت

بــنـسټ ولسولـي شي، چـې هـر تـن وی پـه امـان کــې!

یــــــا ربــــــه د جـــــــهــــان!

چې نشت نوم دښکیلاک او دزبیښاک شي په دنیا کـې !

قــــایـــــمــه ورورلـــي شـــي

هـر څـوک پـه کار لـګیا شي، د ژونـدون په ارتـقا کې!

پـــدی لار کـې ســیـالــي شــي

شـریـک شـي اولـسـونـه، ټــول پـه ګـټـه او تـاوان کې !

یــــــا ربــــه د جـــــــــهــــان!

نـقـشه کې د نـړۍ جـوړه د ســتـوري پـښتونخوا کې !

چــــې زړه د اســـــــــیــــا دی

تـوان د اتـفـاق پـــه پـــښــتــنـو کـــې راپــــیـدا کـې !

چــې لـــوی ارمــان زمـــا دي

بـچی مـې د وطـن، ټـول د پښـتـو پـه لار روان کـې !

یـــــــا ربـــــه د جــــــــهـــان!

-
بېرته شاته