(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020دغم کیسه

[07.Oct.2020 - 14:58]

زما د خوږ "ملال" د ناروغۍ د خبر په آورېدو ما دا شعر ليکلى، خو د خپل هجرت په لومړۍ شپه کې خبره شومه چې هغه د تل له پاره يوازې پريېښې يم.

(پروين ملال)

 

غم ته مو د غم کيسه لا پاتې ده

شپې ته د تورتم کيسه لا پاتې 

 

زماوچ ګرېوال پسرلى نه راغى

سترګو ته نم کيسه لا پاتې ده

 

 دلته د ترنک څپو بندې کړمه

هلته د صنم کيسه لا پاتې ده

 

 يو بېلتون د مينې بل د مېنې دى

زغمه! د ستم کيسه لا پاتې ده

 

 نن د هاجرې شونډې بيا وچې دي 

دشت ته د زم زم کيسه لا پاتې ده

 

ژوند دى تېروو د اغزو په سر

دم ته د دم کيسه لا پاتې ده

 

بيا د وخت توفان سترګې سرې کړي دى

نوح ته د بل چم کيسه لا پاتې ده

 

نوټ: د دې شعر د کمپوز په جوړيدو لګيا يم او د تمرين پر وخت د پروين جانې د زړه څړيکې محسوسوم. 😢

-
بېرته شاته