(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020د غنيخېلو

[07.Oct.2020 - 14:56]

دغني خيلو په وير کې  (03.10.2020) 

 

شول څلويښت کاله جنګېږوو

وژل کېږوو۔  رټل۔  کېږوو

خپلو وينو۔  کې لمبېږوو

لا اوس هم موږ نه پوهېږوو

   ،،،،،،،،،،،،،،

هره ورځ مو جنازې دي

په ګريوان اوښکې څپې دي

ګريوانونه څيرې،څيرې 

هره ورځ دوير نغمې دي

په قبرونو تل ژړېږوو

لا اوس هم موږ  نه پوهېږوو

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

مکتبونه مو ورانېږي

کتابونه سيزل کېږي

مسجدونه مو زخمي شول 

رڼاګانې مو ختمېږي

لکه شمع ويلې کېږوو

لا اوس هم موږ نه پو هېږوو

،،،،،،،،،،،،،

داګلان مو خاورې کېږي 

شازلميان مو خاورې کېږي

دريغه وايه دا نو څوک دي

افغانان مو خاورې کېږي

که يو نشوو  نو،ورکېږوو

لا اوس هم موږ نه پوهېږوو

،،،،،،،،،،،،،،،،،

نه ګودر او څنار پاته 

نه منګى۔ او سيتار پاته

نه هغه ديره هوجره شته

نه عاشق او دلدار پاته

بس دبل ډول ته ګډېږوو

لا اوس هم موږ نه پوهېږوو

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

د جيبونو ډکول دي 

بلډنګونه جوړول دي 

د مظلوم انسان له وينو

د شرابو ګوټ کول دي

مليار واېي نه شرمېږوو

لا اوس هم موږ نه پوهېږوو

Abdul Hafiz Malyar 

عبدالحفیظ ملیار

-
بېرته شاته