(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2020 غزل

[10.Sep.2020 - 16:02]

ته وايي مغل دي وي، اورنګ دی وي، فیرنګ دي وي

زا وایم خوشال دي وي، د سپینې تورې شرنګ دي وي

 

ته وايي چې عقل دي ړوند، شونډې دې چپ، زنګ دې وي

زه وایم چې زړه مي چوي یو شور دي وي ترنګ دی وي

 

ته وايي چې دلته د ډوډۍ ځمکه کښې بنګ دي وي

زا وایم د لوږې خلاف ، جنګ دي وي او جنګ دي وي

 

ته وايي د سپینو لیچو خوب دي وي پالنګ دي وی

زا وایم مېدان دي وی، مرګي دي وي  ننګ دي وي

 

ته وایې چې یو ټکی  رڼا دی وی سرنګ دی وی

زا وایم په ټولو رڼاګانو  خپل قلنګ دی وی

 

ته وایې چې شین جنت، د شین جنت لونګ دي وي

زا وایم چې نا، زما د خپلو وېنو رنګ دي وي

 

ته وایي چې لویه حویلې دي دی او لنګ دي وي

زا وایم پټکی دی وی،څادر دی وی،  ملنګ دی وی

 

ته وايې چې ښاد دي وي،دلشاد دي وي،په ډنګ دی وي

زا وایم دښمن د پښتنو چې وي بدرنګ دي وی

 

ته وايي چې زا به یم  توپ دی وی تفنګ دی وی

زا وایم چې موږ به یو او موږ به یو آهنګ دی وی

 

ته وايي بشر دي وي په شر دي وي لپنګ دی وی

زا وایم سنګر دي وي لښکر دي وی غورځنګ دي وی

 

شاعر : نورالبشر نوید

-
بېرته شاته