(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2020کشمالی

[10.Sep.2020 - 15:55]

کشمالي (ببری ګل )او په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه

---------------------------------------------------------------

کشمالي چې ځینې پښتانه  یې  ببری ګل  هم بولي ،په فارسي  ژبه یې ( نازبو )، په عربي ژبه یې ( ریحان ) ، په هندي ژبه یې ( تولسي،په انګریزي کې ورته(Basil) وایي او علمي نوم یې (   Ocimum basilicum)دی یوخوشبویه بوټی دی چې دویلني ( نعنا) له کورنۍ نه دی.

دغه بوټۍ تقریبا په ټوله نړۍکې او له هغه نه په افغانستان ، پښتونخوا، هند ، اندونیشیا ، میانمار، مالدیپ ، ملیشیا ، تایوان ، فلیپین ، مد غاسکر ، تایلینډ ، ویتنام ، امریکې ، یورپ اوآسټرالیا کې پیدا کیږي .  

دپښتنوپه سیمو کې کشمالي خلک په خپلو بڼوڼو ( باغونو) او کورونو کې کري  ځکه خوشبویه دي ، دکشمالي دبوټي پا ڼې  په خوړو کې هم کارولې کیږي په تیره بیا عربان یې ډیر خوښوي اوپه خوړوکې یې دخوشبویي لپاره   اچوي . همداراز دکشمالي پا ڼې وچیږي  او د خوړو دمسالو په ډول ترې کار اخیستل کیږي

دکشمالي پاڼې او دانې دطبي پلوه ډیرې ارزښتناکه دي او دډیرو ناروغیو علاج هم پرې کیدلی شي .

۱- دکشمالي پا ڼې  داعصابودآرامولو او دسرخوږلپاره هم ګټورې دي،که چیرې دکشمالي ډنډر اوپاڼې په اوبوکې وایشول شي اوپه پرله پسې توګه  څو ورځې  وڅښل شي دغه ستونزه به لیرې شي .

۲-همداراز دکشمالي پاڼې که دلسودقیقو( منټو) لپاره په اوبوکې وایشول شي نو دخپګان او ډیپریشن دناروغیو لپاره ګتورې دي .  

۳- د والګي (زکام )اودستونې ددرد لپاره دکشمالیو ایشول شوې اوبه اغیزمنې ګڼلې کیږي.

۴- دخیټې دبادواو داسهال  دورکولو او له مینځه وړلو  لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیږي .

۵- دهغه چا له خولې نه چې بدبوی ځي که په پرله پسې توګه دکشمالیو پاڼې وژویې نو دخولې بد او ناوړه بوی هم له مینځه وړي

 په پښتو ادب کې دنوروګلانو تر څنګ دکشمالي په اړوند ډیرې لنډۍ ( ټپې) هم شته چې زه به یې یو څو ټپې ستاسو سره شریکې کړم

 

ګلان دې ټول له تا قربان شي 

ته کشمالی یې نو رسلام درته کوینه 

یادې به خوله کې کشمالي دي 

یا دې دعطروپه چینه لمبلې دینه 

کوریې په کلي کې معلوم دی 

دبام په سریې کشمالي کرلي دینه 

په کشمالو به نازیدله

سم دماښامه پرې پیریان راغلي دینه 

په کشمالو کې مې حلال کړه

چې جنازه مې ښاپیرۍ اوچتوینه

کشمالي گله خوښ مې نه‌شوې

له ونې ټیټ یې هر سړی‌ دې بویوینه

د کشمالو منجیله وکړه

چې خوشبویي دې د منګی د بیخه ځینه

د کشمالي د زومبک توره

د بوی له زوره دې په جېب کې ګرځومه

د کشمالو پلو دې راوړه

د کشمالو د ګلو بوې درنه راځینه

 

لطیف  یاد)

https://www.facebook.com/watch/?v=2452854554935177

-
بېرته شاته