(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2020 الغیاث

[10.Sep.2020 - 15:48]

زما په فکر الغياث د توبې په معنا ده لکه چي حميد بابا وايي

 

د هجران له تاب و تپه الغياث

د دوزخ   له   اوره  ربه الغياث

٠

لړزوي زمکه اسمان په سړي باندي

د خـــــــوبانو له غضبه الغياث

٠

چي يې مخ ته له ادبه کتى نه شم

د شوخ چشمو له ادبه الغياث

٠

بدنصيب مي کړه نصيب تر عمره پوري

تلخا يې شـــــــکر لبه الغياث

٠

د مئينو نصيبه تر دوزخيانو

څـــو چنده ده معذبه الغياث

٠

چي ثواب ګڼي عزاب د عاشقانو

د خــوبانو له مذهبه الغياث

٠

چي په ژبه وايه نه شي په زړه غوښت شي

د عشاقـــو له مطلبه الغياث

٠

چي يې صبح د قيامت سها باله شي

 د هغه سبا له شـبـه الغياث

٠

چي حميد له ښکليو اړوې ناصحه

دا ويــنا وايې عجبه الغياث

-
بېرته شاته