(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2020غورځنګ

[10.Sep.2020 - 15:37]

زمادغرونوبازغوندې غورځنګه شمله وره

وطن رانه ډوبېږي ډک له ننګه شمله وره

 

چناردرته سرلوڅ کړدب دبه مې خاورې نکړې

لږدنګه غړۍ ګرځه زمادنګه شمله وره

 

راځه چې سره لاس ورکړوپه دنګ کمره ولاړي

لوټ کېږي مې وطن رانه ملنګه شمله وره

 

تنکي تنکي څوستوري داسمان له بامه غورځي

څوښکلي څوپيمخي له ګړنګه شمله وره

 

لښکردبلاګانوتنکۍ څانګې رانه رېبي

لونګ لونګ ګلونه مې لونګه شمله وره

 

مغله ددې غرونوکاڼي ټول په وينوسره د ي

له تخته به راغورځې ،کنه څنګه شمله وره؟

 

لمن لمن رنګونه به راټول کړم سنګروال

له جنګه ستړی شوی يمه جګه  شمله ور ه

شهسوار سنګروال 

5/9/2019لندن

-
بېرته شاته