(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 سترګې

[03.Sep.2020 - 15:18]

 

دژړیدلو سترګو سور رنګ ته بل رنګ نه رسی 

دی ته شراب  نه رسی دی نشی ته بنګ نه رسی 

 

جنګ په جونګړو دی ، جونګړی به لوخړئ اوکړی 

سپینو ماڼړوته به تر څو شغلی د جنګ نه رسی 

 

زه د مغرب د هر ماشوم ژړا مشرق کی اورم 

خو د مشرق د ماشوم شور مغرب ته څنګ نه رسی 

 

په دی سرونو کی تخلیق شته نه د ژوند خیالونه 

دی ته د ژوند درباب ټنګ د بنګړو شرنګ نه رسی 

 

چه داورنګ او د فیرنګ ګریوان په غاړه لری 

لاس یی ګریوان ته داورنګ او دفیرنګ نه رسی

 

غیر ټولنیز خلک منطق او دلیل څه پیژنی 

دویی په نالوستی  فلسفه د نام وننګ نه رسی 

دغسی زړونه خو په شل روپی کیلو خرڅیږی 

دچا چه زړه ته د ژوندون د ګناه زنګ نه رسی 

 

چه خپل تصویر ته کړی راټوله دخالونو ښکلا 

هغو کوڅو ته اوس  زما د فن ملنګ نه رسی  

 

رحمت شاه سایل

 

-
بېرته شاته