(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020ډالۍ

[03.Sep.2020 - 15:17]

ډالۍ

شاعر ادیب سیاتوال او قامي وکیل

  محترم شهاب خټک صېب ته  

 

چې اولس پرې راټولېږي هغه تۀ یې

اعتماد چې پۀ چا کېږي هغه تۀ یې

 

چې غټان ورته قهرېږي هغه تۀ یې

چې خوران ترېنه زارېږي هغه تۀ یې

 

چې نظر پۀ چا سړېږي هغه تۀ یې

چې زړګی پرې ټکورېږي هغه تۀ یې

 

هغه تۀ یې هغه تۀ یې هغه تۀ یې

چې پۀ درد د بل دردېږي هغه تۀ یې

 

  اولادونه دې د فکر وارثان دی 

چې ژوندی به پاتې کېږي هغه تۀ ی

 

تۀ شهاب تۀ انقلاب تۀ احتساب یې

چې تاریخ پۀ چا نازېږي هغه تۀ یې

 

د ګوهر د پښتونخوا تیارۀ اسمان کښې

چې روښان دی هم ځلېږي هغه تۀ یې

ګوهر وزیر

-
بېرته شاته