(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورې! رخصت راکوه

[03.Sep.2020 - 15:00]

مورې رخصت راکوه ځم درڅخه

عبدالباری جهاني

 

مورې رخصت راکوه ځم درڅخه

ماته مُلا ماته مې پير ويلي

ماته د ټول جهاد امير ويلي

د کتاب توري يي په ځير ويلي

هر څه يي زما له پټ ضمير ويلي

پر کلي کور باندې فرنګ راغلي

لښکر د کفر بيا په جنګ راغلي

وخت د غزا او د غورځنګ راغلي

زړو وسلو ته نوي شرنګ راغلي

وخت د جهاد او پاڅيدو راغلي

د جنګ ميدان ته د ورتلو راغلي

د سره کفن د اغوستو راغلي

د خپلو وينو تويېدو راغلي

د مدرسو څخه غازيان راوزي

تنکي زلمي او ماشومان راوزي

جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه

کفن په غاړه شهيدان راوزي

د دين دښمن دي ورکوم درڅخه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

*****

پرون ملا صاحب کيسې کولې

پرله پسې يې مسلې کولې

څه يي د حورو افسانې ويلې

څه يي د ميو د پيالې کولې

ويل پلټني دي د ښکلو حورو

تر شيدو سپينو نازولو حورو

تر بلوړ سپيني وي تر ګل نازکي

مثال يي نسته د ښاغلو حورو

هر جنتي ته ور رسيږي حوري

په شهيدانو به نازيږي حوري

له ميو مستي به زنګيږي حوري

لکه کوتري به نڅيږي حوري

هغه نړۍ له نعمتو ډکه ده

هم له عسلو هم شيدو ډکه ده

هم بنګلې لري د سرو او سپينو

هم له باغونو او ميوو ډکه ده

دا کنډواله نړۍ پريږدم درڅخه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

*****

زويه دا کونډه مور دې چاته پريږدې

هغه رنځوره خور دي چاته پريږدې

هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي

دا نړېدلي کور دي چاته پريږدې

سپيني شيدې مي درکولې زويه

په رنځور ځان به مي روزلې زويه

چي اوږدې شپې مي روڼولې زويه

چي مدرسو ته مي لیږلې زويه

ما ويل زوي به مي ډاکټر سي راته

له ښو او بدو به خبر سي راته

يا به مامور يا به افسر سي راته

د درد او رنځ مخ ته به سپر سي راته

ته چي مي لوي کړې لیوني سوې ولي

له خپل کهول څخه پردي سوې ولي

دا ګډي وډي دي له چا زده کړي

لکه چرسي او ساراني سوې ولي

ما په پلو قسم درکړي مه ځه

زويه د خداي روي مي دروړي مه ځه

*****

موري حکمونه له اسمانه راځي

له کتابونو له قرآنه راځي

د دين او خاوري دښمنان راغلي

ږغ د جهاد له هر آذانه راځي

د شهادت مقام ګټمه ځمه

سر مي تر دين قربانومه ځمه

خپله وعده پوره کومه ځمه

تاسي پر خداي باندي سپارمه ځمه

ځمه د خداي په لارکي ځان وژنمه

څو بي ايمانه کافران وژنمه

ځاله د شر او دشيطان سوځوم

څو منافق او بي دينان وژنمه

ما په سينه پوري مرګي تړلي

زما په تندي کي شهادت ليکلي

په قواله مي دي جنت ګټلي

ما مي تقدير د خپل خالق منلي

پيوند د ميني مي شلوم درڅخه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

*****

بلا دي واخلم ميړنيه زويه

زما نازولې زما زلميه زويه

د ابا مینه دي ستا لاس ته ګوري

په زړه غښتلې تورياليه زويه

ستا اميران خو زموږ کورونه سوځي

کلي، بانډې سوځي ښارونه سوځي

بزګران وژني شنه فصلونه سوځي

مسلمان وژني جوماتونه سوځي

وايي پيسې له پاکستانه راوړي

پخه ډوډۍ له بل ديګدانه راوړي

که يي راکټ دي که توپک ورسره

څه له اورس څه له ايرانه راوړي

که ته د بل په توره جنګ کړې زويه

که خپل تربور مړ په خدنګ کړې زويه

ما مي شيدې درته بخښلي نه دي

که لاس د چا په وينو رنګ کړې زويه

په شوګيرو مي يې لوي کړي مه ځه

زويه د خداي روي مي دروړي مه ځه

*****

موري زه نور پاته کيدلاي نه سم

ستا پر زاريو غوږ نيولاي نه سم

د شهادت مقام بايللاي نه سم

د جنت حوري پريښودلاي نه سم

راته ګيلې راته زاري مه کوه

ماته کيسې د ګمراهي مه کوه

لار د شيطان د وسوسو مه نيسه

خبري زما د تباهي مه کوه

نن يا سبا هغه ګړي رسيږي

چي بيرغونه د اسلام رپيږي

د تکبيرونو به نارې خپريږي

نوم به د کفر له نړۍ ورکيږي

زه مي امير پرون بللي يمه

زه په همزولو کي ښاغلي يمه

نن شپه محفل د شهيدانو ته ځم

زه يي جنت لره ټاکلي يمه

شپه مي تر حورو رسوم درڅخه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

*****

زويه د بل د پاره ځان مه وژنه

په خپل جومات کي مسلمان مه وژنه

بېرته شاته