(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 ملنګ جان

[03.Sep.2020 - 14:55]

«««««( د اذاد پښتونستان ملنګ جان )»»»»»»»

ليک او تحقيق (شبير دراني)

 

په پښتو پښتنو او پښتونستان مئين شاعر ارواښاد ملنګ جان چې خپل نوم يې محمد امين وو او د کورنۍ خلکو به ورته له ډيرې  مينې آمين جان ويل 

امين جان په 1914 کې د ننګرهار په بهسودو کلي چميار کې د ملک عبدالشکور بابا کره زيږيدلې وو آ

مين جان  درې کلن وو چې ملک عبدالشکور بابا د وخت تودو سړو سپيړو ته يتيم پريښودو

د عبدالشکور بابا د وفات وروستو چې د آمين جان کومه ټل ټوټکړه زمکه وه په هغې ترې نه ترونو تربورانو قبضه وکړله هم دغه وجه وه چې آمين جان د مدرسې له زدکړې محروم پاتې شو او د کوچنيتوبه يې مزدوري شروع کړه

 آمين جان به د قرآن شريف زدکړې له خپلې مور بي بي سره کوله نو  قران پاک يې ويلې وو او له قران پاک علاوه ورته هيڅ نه وو زده

آمين جان چې ديارلس کلن شولو نو د خپلې کورنۍ سره يې د بيسودو چميار کلي نه کومې ته کډه وکړه او ښغلته به يې خواري مزدوري کوله

د اوولس کلونو په عمر کې امين جان ته د جلال اباد په امنيه قوماندان کې نوکري ملو شوله او بيا روستو د کونړ په پوليسو کې سپاهي شو هم په دغه زمانه په ورځ پانړه اتحاد مشرقي کې د آمين جان يوه ترانه خپره شوله کومې چې د سندر غاړو پام آمين جان ته واړولو او د آمين جان نوم په ملنګ جان بدل شولو 

ملنګ جان پنځلس کلن وو چې شعر ليکل يې شروع کړې وو ولې دا پنخه کلونه د ملنګ جان شاعري تر کور کلي محدود وه ولې وس د شلو کلونو په عمر کې د ملنګ جان شاعري لکه د سپرلي د هوا په لر و بر خواره شوله او ټول افغانستان يې په خپلو وګمو خوشبو دار کړلو

د ملنګ جان په ښکاره کولو کې تر ټولو غټ لاس د علامه قائم الدين خادم بابا وو په دغه زمانه علامه قائم الدين خادم بابا د اتحاد مشرقي ورځ پانړې مدير وو او هغوي به په ورځ پانړه کې د ملنګ جان شاعري خپروله

،

ځوانې سره شهرت د نام و ننګ مزه کوي

ټټر په لار د قوم په وينه رنګ مزه کوي

 

يا ژوند د خپلواکۍ ښه دې يا مرګ د شرافت

ميدان کې د سر باز د تورې شرنګ مزه کوي

 

ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره تر ملا کړي

د پيغلو په سينو لالچي لونګ مزه کوي

(ملنګ جان)

 

ملنګ جان که يو اړخ ته د اذادې او خپلواکۍ مجنون او د نفاق خود عرضې او خود پرستئ غټ دشمن وو  نو بل اړخ ته  په ګل او بلبل حسن و جمال رنګ و نور مئين وو

 

ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل

ته بې غمه اسوده وې ما ژړل

 

ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه

ته په مخ ترې آزموده وې ما ژړل

 

ستا د زلفو خوشبويئ جوړ ليونې کړم

ته په عطرو کې لمده وې ما ژړل

(ملنګ جان)

په کونړ او جلال اباد کې د دندې ترسره کولو روستو ملنګ جان واپس خپل پلارګني کلي بيسودو چميار ته راغلو او دلته يې په پردو پټو کې مزدوري شروع کړه ولې وس ملنګ جان د افغانستان تر بچي بچي خپل اواز رسولې وو او د شهرت په بام ولاړ وو

په کال 1945 کې سردار محمد داؤد خان  ملنګ جان کابل ته راوغوښت او په کال 1949 کې ورته د شاه محمود صدراعظم له خوا شپږ سوه 600 افغانئ وظيفه مقرر شوه دغه رنګ په کال 1953 کې ملنګ جان په کابل ريډيو کې د پښتو موسيقۍ منتطم وټاکلې شو

څه رنګ چې ما مخکې ذکر کړې دې چې ملنګ جان د قرآن شريف نه علاوه هیڅ قسمه زدکړه نه وه کړې نو ملنګ جان به خپل شعرونه خپل سندر غاړي شاګرد ته په ياد ذده کول ولې سردار محمد داود چې کله خبر شولو چې ملنګ جان د مدرسې زدکړه نه ده کړې او په ليک لوست نه پوهيږي نو د ملنګ جان د ليک لوست ښوونځي لپاره يې خصوصي انتظام وکړو او ملنګ جان په ډير لږ وخت کې د ليک لوست جوګه شولو وس به ملنګ جان نه يوازې دا چې خپل شعرونه په خپله ليک کول بلکې لوستل به يې هم

 

مونږ پښتانه يو سازو باز د خپل وطن جوړه وو

کلي په کلي کور په کور ښکلې ګلشن جوړه وو

 

دغه وطن مونږ ته د پلار نيکه ميراث پاتې دې

سرونه خپل پرې ورکوو ترې نه چمن جوړه وو

 

مونږ يو زلميان د پښتنو دا اتفاق دې زمونږ

د خپل وطن په نام و ننګ خاورې خپل تن جوړه وو

(ملنګ جان)

په 31 اکتوبر 1957 ملنګ جان بابا د خپل درې کلن زوي دواخان سره د کابل نه جلال اباد پله په ګاډي کې تللو چې د خواجه صيب زيات ته مخامخ ګاډې د سړک نه کندې ته ولوید او دواړه پلار او زوې په دغه حادثه کې وفات شول

د ملنګ جان او د هغه د درې کلن زوي دواخان جنازې روستو چميار کلي ته وليږلې شوې او هغلته خپله پلارګنې هديره کې خاوروته وسپارل شو 

نن د پښتونستان د دغه بلبل ملنګ بېرته شاته