(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 پښتونخوا

[03.Sep.2020 - 14:54]

د احمد شاه بابا دیوان

مخ - ۱۹۱

.

ستا د عشق له وینو ډک شوه ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه 

.

تا ته راشمه زړګی زما فارغ شي

بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه 

.

که هر څو مې د دنیا ملکونه ډېر شي

زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

.

د ډهلي تخت هېرومه چې رایاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه 

.

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه

.

د فرید او د حمید دور به بیا شي

چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه 

.

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې

زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

.

احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه 

.

.

اندېښنه = فکر، غم، نول، تشويش، وېره، خطره

 

متاع = پانګه، مال او اسباب، دولت

 

فرید = فرید خان، د هند پښتون واکمن شیرشاه سوري بل نوم فرید و

 

حمید = حمید د۳۵۰  هجري په شا او خوا کې د ملتان پښتون واکمن تېر شوی دی چې په اصل کې لودي پښتون او له ننګرهار او پېښوره تر ملتانه پورې سیمو پاچاهي د ده په لاس کې وه او ملتان یې د سلطنت مرکز و (د ښاغلي ډاکټر لطیف یاد له لیکنې څخه)

 

دور = مېش (وخت)، دبدبه، پرتم (شوکت، جلال)

 

تاختونه = د تاخت جمع، تاخت لکه ۱) حمله، برید، غوټه، یرغل ۲) منډه، ځغاسته

 

وکاندم = وکړم

 

کاندل = کول، کړل

 

ډګرونه = میدانونه

ممتازخان.

-
بېرته شاته