(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورلبشر نوید 19/8/2020

[19.Aug.2020 - 15:58]

نظم ..ګران نُورالبشر نويد صاحب ته ډالۍ

نُورالاسلام سنګر

 

زما  د  پښتونخوا  د بُخارا  *  عظيم بشره

نويد د ازادۍ پښتون اولس شے د زړه سره 

 

په ورکو ورکو لارو د رڼا پلوُنه روښان کړه 

د وخت تورو تيرو کښې د مرام د فکر نمره 

 

د فکر  (مشالوُنه ) دې  د عزم  ګواهان  دي 

د حرف د تقدس د لفظ د قرض نه باخبره 

 

شعوُر به راټوُکيږي سوځېدلی پښتونخوا کښې

ستا خوب به شي رښتيا دپلوشو کرونده ګره 

 

(ليکوال)دې آئينه ده د ريښتیا سپينو خبرو 

منصور دې د هر دَور شي لوګے ستا له نظره

 

لاسونه ولې سرۀ ساتي حالات زمونږ په وينو 

د درد زبيرګي راخيژي هره خوا له پېښوره

 

غُنچې د ګُلو نه لرمه ، څه به درډالۍ کړم

د مينی د سنګر دغه يؤ زړۀ به درډالۍ کړم 

 

*..طورو معيار مردان

۱..زُول او مشالونه ...ځانګړی شعری مجموعه

۲..ليکوال.....ځانګړې مياشتنيزه مجله 

 

سنګر ...۲۷ اکتوبر ۲۰۱۳

-
بېرته شاته