(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

[24.Jan.2019 - 21:33]

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

سياسي تارېخ ژوندى کوو نوې دونيا غواړو

پښتونولي پالو مونږ

ولسولي   پالو مونږ

ټولنولي   پالو مونږ

ورورى منو د غلامۍ نه وتى سا غواړو

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

دا خپل وطن خپلوو

دا خپل چمن خپلوو

دا خپل گلشن خپلو

پخپله خاوره کې خپل واک اقتدار بياغواړو

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

د خوشحال خان بچي يو

د ميرويس خان بچي يو

د ايمل خان بچي يو

د باچا خان په لار روان ستورى رڼا غواړو

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

کبیر ستوری

-
بېرته شاته