(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا افغانان/طنز

[28.Sep.2018 - 09:35]

طنز: محمود نظری 

په واله دا افغانان ناروغان  دي

.......... 

ددې وطن خلک له یوه سره ناروغان دي

که څه ساده خلک که څه باسودان دي

که څه سیاستمداران که څه مداریان دي

که څه سپین ږیري که څه ځوانان دي

ټوله له یوه سره خطرناکه درواغجنان دي

په خدای  دا افغانان ټول ناروغان دي

 

یو حوصله نه لري دستي جنګ کوي

وار په یو بل په سوک یا څنګ کوي

دجنو پسې ډله روان چشت چشت کوي

بل ګوته پورته پورته  ایشت ایشت کوي

په دولت راټول سوي یوڅو خاینان دي

په سخي دا افغانان له یوه سره ناروغان دي

 

ډول ډول چغې یې وګوره په بانډارو کي

بې ځایه مداخلې یې ګوره  په سیاسي کارو کي

هر ګوندیې جنګ ته په خپله نغاره وهي

که دوکاندار دی که خریدار دی دواړه چنه وهي

هر یو د یو بل اوخپل وطن ازلي دښمنان دي

په خدای دا افغانان عصبي ناروغان دي

 

هیڅ ادب او احترام نسته د مشر

بې ښکنځلو بل کلام نسته دکشر

د هر ویجاړي په کار  کې  دی اشر

هغه رهبرکیږي چې نه دی بشر

سیاستمداران مو د بل مرییان دي

په قران چې دا افغانان سیاسي ناروغان دي

 

یو وایي طالب ښه دی بل وایي دولت

درېيم وایي په دواړو  دي وي تو لانت

د هر یو چې پورته کړې د باډۍ بانټ

یو پرزه یې دبل سره نه لري بولت اونټ

هر یو د یو لوی غل پسې سم روان دي

په خدای دا افغانان  ساري ناروغان دي

 

که پوهیږي نه پوهیږي خپل نظر ورکوي

هر  درواغ خبر ته خپله لوی وزر ورکوي

هر یو د خپل وطن د خرابي لپاره سر ورکوي

ګاونډ د ګاونډ دکور ورانیدوته دښن ته خر ورکوي

موږ ټول خلک  روغ لیونیان دي

په چهار یار چې دا افغانان ناروغان دي

 

حکومت ناست دی یوازي رشوت ته

لاره خپله جوړه وي  لوی لوی خیانت ته

خلک څه نه وایي وطن کې وحشت ته

دلته بد ویل کیږي د وطن خدمت ته

دا خلک ټول سړپ لیونیان دي

دا دماما زامن ټول نسایي ناروغان دي

 

نیم عمر یې په دعوو  نیم په چنو تیریږي

نیم په جنګ نیم له یو بل نه په ګیلو تیریږي

� -
بېرته شاته