(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مینه

[02.Aug.2018 - 14:54]

چې نه جرآت لري او نه چل د اظهار ورځي

نو هغه زړه ته به د مینې کومه لار ورځي!؟

 

هغې نن بیا زما نامه په دسمال ولیکله

نه دې څوک اور اخلي او نه دې چاله قار ورځي

 

احساسوي لکه جنت کې خوشبويي د حورو

زړه چې مې چرته هم د تُرکو په قطار ورځي

 

یوازې هغه سړی دلته ژوند په امن کوي

چا ته چې ښه د کفنونو کاروبار ورځي

 

ژوند پرېښودلو ته اړ شوی یمه مرسته غواړم

ماته دې وښایي؛ که چاته کومه لار ورځي؟

 

ندیمه ځکه هر غزل په محبت سازووم

پېغلې چې هر واده ته ځي؛ نو په سینګار ورځي

عابد ندیم

-
بېرته شاته