(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[02.Aug.2018 - 14:51]

شپې ترې هدیرې  چـــــــــــــــــــــــــاپیره کړي دی

وخت له نور تیارې چــــــــــــــــــــــاپیرې کړه دي

 

دغه ښارکې ژوند لکه بندي مجــــــــــــــــــــــــرم

مرګ ترې دایرې چــــــــــــــــــــــاپیره کړي دي

 

ســــــــــــــــــــــترګې مې توپان له شګو ډکې کړې

لاس مې له ډیوې چـــــــــــــــــــــــــــاپیره کړي دي

 

څنګه به خندا له شـــــــــــــــــــــــــــوونډو ووځي

وخ ترې اوښکې ســــــــــــــــرې چاپیره کړي دی

 

مونږ ته پکې لویشــــــــــت ځای د ارام نه نشته

ښار نه یو چا پښــــــــــــــــــې چا پیره کړي دي

 

څنګه به دې خوږ نظر ترما رســـــــــــــــــــي

تا ترې شپول بڼې  چــــــــــــــــــاپیره کړي دي

 

سږ درته همته پاک شـــــــــــــــــــراب جوړوم

بنګ مې له چــــــــــــــــــینې چاپیره کړي دي

عبدالحلیم همت

-
بېرته شاته