(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ېوه هيله

[19.Jun.2018 - 08:41]

یوه هيله ؟!

خدایه ما طالب کړې ، ښه بینا طالب 

ډک له مینې زړه راکړې ريښتیا طالب 

عشق مې له اسلام سره دایم لره 

دغه شان دپوهې او رڼا طالب 

ټينګې مې اړیکې کړه دنیا سره 

بې له تعصبه دهر چا طالب 

ورک مې له ماغزو نه کړې خیرن افکار 

دین سره می سم کړې ددنیا طالب

مه مې بدوې نهضت له پامه ته 

جوړکړې ته له ما تر قیخوا طالب 

ماته توفیق راکړې چې ټول ووایی 

جارشمه قربان شمه همدا طالب 

ږدي پر ټپي زړونو اوس پټۍ زموږ 

درد ته شو زموږ ټولو دوا طالب 

دومره دی محبوب دخاص او عام چی نن 

غواړی هر ماشوم ځوان او بوډا طالب 

هر کار دملت په اراده کوي 

 نلری دټول واک ادعا طالب 

ټولوته حاصل دانتخاب حق دی 

نه تپي پر چا خپله رضا طالب 

ښځې اونر ټول حق دتحصیل لري 

دا حق تأمین کړیدی وړیا طالب 

هر څوک دوطن لپاره کار کوي 

ښخه دی که نر داعتلا طالب 

کونډې رنډې ټول دا ګوډو مات خلک 

وپوښته دا هر یو دخندا طالب 

ځکه نن پر شونډو تبسم ښکاري 

ورکه له وطنه کړه عزا طالب 

جنګ نه چې را پاتې  کومې ورانې دي 

ټول ملت یو غږ دی داحیا طالب 

سوله نن په ټول ملک حکومت کوي 

هر څوک وائې مرحبا ، وا وا طالب 

سم مو شول کارونه چې نن ټول وائي 

دا ملت هر ګز مه شه بې تا طالب 

کار دی سپارل شوی دکار اهل ته 

غاړه خلاصه کړې پر هر چا طالب 

وړاندې ځي نړۍ سره سیالي کوي 

واخسته دټول ملت دعا طالب 

زدکړه یوشان فرض پر نر او ښځه ده 

نه اخلي دزدکړې حق له چا طالب 

ندی مخالف دمدني نړۍ 

ښه پوه دی دوخت په تقا ضا طالب 

نه تهدیدوي منلی حق دچا 

نه کوي په ژوند دا اشتبا طالب 

ښکلي او منلي قوانین لري 

ښکلی حقیقت شولو رویا طالب 

 

هر څوک دا آرمان کوي چې وخدایه 

کاش چې یو څو ورځې وای پخوا طالب 

ټول خلک له زړه نه طالبان غواړي 

نلري په ټول ملک کې بد خوا طالب 

بېرته شاته