(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[11.Jun.2018 - 19:38]

طنزونه

محمود نظری  

*******

ډر داخوسړی  دی

داوس وکیل سوی دي لکه فاحشه

د هر چا جیب ته ګوري او پیسه

چې دچا رایه  یې په کار سي

دثبوت لپاره یې ورکوي له پایڅه

***

 

په یو کلي کې په ګویا کې  یوجارچي  ویل 

دا راغلی وکیل زما سره په وفا داري کې سپی دی

د کلي په یو ې او ورانولو کې سبحان الله

تیار د موسي اکا  هغه برګ غويی دی

 

ښه ښایسته مبارکه منډکه  ږیره لري

په  بد خوی اوخبرو کې خورا بدخولی  دی

دکلي د مشکلاتو په بار وړلو کي واوره!

د خښتمال ببر سر اکا  ګوډ خرګی دی

 

خلک له هري خوا په تلوار راټولیدل

ماشومانو را ځغاستل چې څه اړی ګړی دی

تبلغي ویل زه یې مو ر او پلاره ښه پیژندنم

پښتو خبرې کوي لکه طوطې لږ غوڼی دی 

 

په غاښ ښه پو خ  او تجربه لرونکی دی

یاني په عمر  انشاء الله شین غړی دی

د خوړو او وړو لو په کار کې ښه اخلاصي دی

دنس دچارو په کار کې ډیر بدسولی دی

 

لکه دلال معامله یې ډیره خوښه ده

له ذاته لکه کب  ډیر ښوی موی دی

خوب یې ستونی ستغ ډیرخوښ دی

تل دکار په ځای کې خوب وړی دی

 

د هیڅ کارمار چندان  اهلیت نه لري

خو په کار کې دجیب دصفايي چوړی دی

دښمن ته اوږد لکه مار دی  خوزهر نه  لري

فکر کوم چې اوس  لا خوار ماربچړی دی

 

دپیسو لپاره ان خپله مور بې کالو پلوري

فکر وکړه چې بیزوغوندي بوړی دی

ستاسو دهرجاني دوښمن ښه دوست کیدایسي

په پیسو دخپل مور میړه سره امغاړی دی

 

دهر شی په معامله کې چندان ښه نه دی  

په هر کار کې ان د پلار سره لا لمغړی دی

له کابله راغلی  و میدان وردک  ته سیده

یاني د وردک د خلکو وکیل نظاری دی

 

هغه ستاسو ستونزي  هیڅ مقام ته نه رسوي

هغه زنګزده لکه د تور اکا د نسوارو ډبلی دی

هیڅ کار اومدار یې د سم  دم انسان نه دی

هم خیانت کوي هم يې دلوړ مقام لپاره بابیړی دی

 

یو نفر له بهره دننه بیروبار ته زورونه وهل

چې وګوري دا وکیل بیا څنګه  شی دی

د هغه په لیدو یی کړس کړس وخندل

ګویا والا ته یې ویل ډر دا خو سړی دی

بدسولی( حریص)،امغاړی( ملګری)،شین غړی( ۴۰-۵۰ کلن)، بوړی(دوس)،لمغړی( چالباز)

اړی ګړی( شور)

ډیر یې مه کښوه چې شلیږي!

ماشومان هر ناشوني شي ته اتومات په ژړا کیږي

خره ناکام سیاستوال دلته د ماشوم له هنره کار اخلي

فنر چې سره کښېکاږئ د ایله  کولو وروسته په هوا کیږي

لوچکان له هر چالاکي او چانسه لکه  له فنره کا راخلي

رابړ چې سره کش کړې د ایله کولو  وروسته  بیرته لنډیږي

ارګ ولي هر وخت له چورلنډوخلکولکه له رابړه کا ر اخلي

لنډاک  سیاستوال په کشولو کشولو کله غټیږي، شلیږي

له ناهله ولي دولت  له اوله له ډیره زور اوجبره  کار اخلي

دا دولت د هرې بوغۍ   په پو  پوکولو لوی بالون جوړکړي

هغه چې په هوا سي بیا دهغه چاودو ته له صبره کار اخلي

هر سپین کالي او لو یه سپينه  ږيرې  سیک لوی ملا کړي

د ښه ملا په ځای دفتوا  لپاره هر وارله  سپین ګبره کار اخلي

دلته دهرخړ  والي سره د څو وزارتو اوسفارتونو معامله کیږي

دټولو نقلیه وسایلوسره اوس لا ارګ له ګاډۍ خره کار اخلي

په دې ملک کې خدای ږو که دا ناولي کرغیړني وړۍ شړۍ سي

دنیا دخپل بار وړلو لپاره دلته له ناخبرو لکه د خره کار اخلي

ډیرو د امریکا په یوه مسکا  خپل  نا ولي پرتوګونه  ویستل

هر یویې دهرموږک په کوچنی سوړه کې د خپله سره کار اخلي 

څوک يې افغان څوک يې افغانستان  څوک يې اسلام نه مني

دسیاست په بزم کې بډو د ایران له روزل سوی بازیګره کار اخلي

دا یوې ډلې ټول افغانستان تباه  او سم دم چورماچورکړ

نه نیول کیږي چې ونیول سي بیا د مسعود له شجره کار اخلي

وطن يي نیم کړی دی په زاریو او زګیرویو د امریکا په سیلاوه

غله دلته د غلا د ازادي لپاره د ډیموکراسۍ له کره کار اخلي

دا افغانان  ډیر یې د ذاته اشغالګرو ته به خوله بېرته شاته