(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چوکر

[08.Jun.2018 - 08:53]

چــو کـر

چـې هـم  ډاکو وي، هم قا ضـی وي عدالـت بـه څـه وي؟

چې هم معـشوق وي، هـم عـا شق وې محبت به څه وي؟

 

چې نـــوکــر ونـــیـسي نــوکـــر خــلـک ئـي بــولـي چــوکر

چـــې د چــوکـر کوي خـد مت نو دا خـــد مـت به څه وي؟

 

مال دولت ښه دی چې سـړی پری خپل ژوندون سمبال کړي

چې ژونـد خــدمـت کی د دولــت وي نو دولت به څه وي؟

 

چې غل له دغـله ځـنی غـلا کاندی غــلـچکـی نـومـیږی

د غـــلچـکــیانـــو په  مـحفل کی  صــداقــت بـه څـه وي؟

 

چې قـانون غله جوړ کړي د غلو ګټی خـوندي وي پکی

ددی قـــانــون بــیـا پــه وګــــړو حــاکــمــیــت بـه څـه وي؟

 

مـنم قـانـون ښـه دی چــې هـــر څـوک د قـــانـون تـابـع وي

چـې عـدالـت قـانـون کی نـه وي قـانـونــیـت بـه څـه وي؟

 

پـــرون خـــبر شــوم چـــــې ریــبــار ځــانـــته ریـبار نـیولی

خـبر بـــه څـنګ ســتوری ته راوړي حـقـیقـت به څه وي؟

 
-
بېرته شاته