(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل/اکرم الله ګران

[08.Jun.2018 - 08:16]

په ما ناڅاپه دې نظر پرېوتهٔ

له ما نه، زړه پرېوت، ځیګر پرېوتهٔ

 

خدایه زما وژل اسان کړې ورته

نن یې له لاسو نه جنجر پرېوتهٔ

 

چا چې له مینې نه توبه وویسته

خلاص له ایمانه شهٔ، کافر پرېوتهٔ

 

لوی بیابان ورته زندان ښکارېږي

ستا لېونی وهٔ، ستا په در پرېوتهٔ

 

دا ستا د غېږ ارمان یې ؤنهٔ رژېد

که مې جدا له تنې سر پرېوتهٔ

 

په ټکڼۍ غرمه، تیاره خوره شوه

د زلفو سیوری دې په نمر پرېوتهٔ

 

مخ یې څرګند ګرانه آئین* ته کړلو

د زړه د پاسه مې لوی غر پرېوتهٔ

 

آئین* = آئینه، هېنداره (هنداره)

.ارواښاد کرام الله ګران بابا

زما غزل - مخ ۲۹

-
بېرته شاته