(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېریانو دم

[07.Jun.2018 - 15:24]

د پېریانو دم 

زما د خوږ وطن په هر ښار کښې، په هر کلي کښې

په هره لار هره کوڅه 

هر غر او هره دامانه کښې پېریان ګرځي

هر ور ته غوږ نیسي

هره لار بویي

او چارچاپېره برند برند ګوری

داسې څه نشته چې پرې لاس نه ږدي

دغه خونخواره پېریان

زما د خاورې د وګړو وینې دومره څښلي

چې اوس یې خوند تر خلې دې

 

دغه پېریان زمونږه هېڅ حرکت هم نه زغمی

مونږه ژړلې نه شو

مونږه خندلې نه شو

هېڅ څه وئېلې نه شو

یو بل لیدلې نه شو

خپلې ټپې خپلې چاربېتې اورېدلې نه شو

 

که مونږه خوزو راپسې ګرځي

که مونږ څه وایو په مرۍ مو کښېني

که څه ته ګورو رانه سترګې اخلي

او که څه آورو نو غوږونه بائلو

 

په ټول وطن یې راله داسې څه هېبت راوستې

چې د وطن هر یو وګړې ویرېدلې ترهېدلې پروت دې

هېڅ هم وئېلې نه شي

هېڅ هم کولې نه شي 

خو دا زما وګړې 

اوس د پېریانو له دې ویرې راوتلې ښکاري

 

چا ورته دم خوولې

یوه ټپه واي له ځانه سره

او د پېریانو په پلټنو ورځي

لکه پېریان چې په پېریانو راشي

اوس مې ځوانان او پېغلې ځي د دغه ټکو سره

 

په قلا غنې راته مه ږده

د عاشقانو لارې چا نیولي دی

زاکرحسین اې‌‌‌‌‌‌ډوکېټ

-
بېرته شاته