(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دژوندکېسه

[07.Jun.2018 - 15:16]

زما د ژوند کیسه

بلها د خوند کیسه

په مانېرۍ کې اوسم

د ښکلو ځای کې اوسم

نامه تسکین لرمه

په عشق یقین لرمه

څه نوکري وشوه

څه شاعري وشوه

ټولې نشې مې وکړې

ښې تماشې مې وکړې

په ځان کانې مې وکړې

ښې یارانې مې وکړې

عمر مې شپږ پنځوس

خو موړ لا نه یم تر اوس

خیال مې څو نور کاله

بلکې څلور کاله

شپېتو کې زوړ به شم

څه قدرې موړ به شم

څه لږ شان سوړ به شم

خدای که مې نور ساتي

نور به څه نه کوم زیاتي

خلک په عقل تللي

ما دي د زړه منلي

واده مې نه دی کړی

لاړ به شم زه نیمګړی

په زړه چاودلی، ستړی

شعر اولاد لرم

ځان به پرې یاد لرم

تسکین مانېروال

-
بېرته شاته