(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رښتیا

[17.May.2018 - 08:40]

رښتیا

چې مې باغ د ګلو نه یې، بهار به څه کړم

چې مې سترګې د یار نه یې، خمار به څه کړم

 

چې د خولې نه د بلبل وتلی نه وي

که هزار ځله شي خوږ چغار به څه کړم

 

که پرې نور د الله نه وي ورېدلي

د کعبې د شګو ‌‌‌‌‌‌ډک مینار به څه کړم

 

مقبره د مړو ‌‌‌‌‌‌ډکه ترېنه ښه ده

د جاهلو بې غیرتو ښار به څه کړم

 

چې زما رنځور لالی پرې نه رغېږي

مُلا ستا کیسه د نُور او نار به څه کړم

 

چې زما د عشق سازونه پکې نه اوري

د سرو زرو که وي، تش سیتار به څه کړم

 

د جانان زلفې چې شته ړونده زاهده

ستا تسبیح، د برهمن زنار به څه کړم

 

چې زما د قام جنډه پرې نه رپېږي

د بل چا د غرهٔ په شان حصار به څه کړم

 

چې یې تل د بل په غېږ په خندا وینم

د دې یار د ښکلي مخ دیدار به څه کړم

 

ما ته غوره د دلبر د کوڅې کندې

د رقیب د محل نېغه لار به څه کړم

 

چې یې قام د پاره جېب کې پېسه نه وي

غني دا د شَنډو غواؤو ګوار به څه کړم

 

برهمن = پنډت، بامبڼ، د هندو مذهب پۀ څلورو ډلو (فرقو) کې يوه ډله (فرقه) چې له نورو درېیو ډلو (قرفو) څخه اوچته ګڼلې شي

زنار = هغه مزی چې هندوانو په غاړه کې اچولی وي چې يو سر يې په مټ او بل د ترخ د لاندې وي

حصار = قلعه، کلا، کوټ، ګړ

ګوار = د حیواناتو ګله، ګواره، رمه، ګووار، ګوواره، ګوهار، ګوهاره

د غني بابا رح دیوان

مخ - ۵۶۷

 
-
بېرته شاته