(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حمزه بابا تپوسونه

[17.May.2018 - 08:28]

د حمزه بابا تپوسونه

****

زما د قام شازلمی روغ سترګې باڼه څنګه دي؟

ستار منګی څنګه حجرې او میلمانه څنګه دی؟

ما چې پښتو وه امانته ورسپارلی چاته

اوس به ځوانان وي حال یې ووایه واړه څنګه دي؟

د یثربي اذان د کیف په ترانو ویښ نه شول

شاړو حجرو کې د کلونو نه وده څنګه دي؟

پستې خبرې او زیږې شملې مې نه دي هیرې

د سمې حال هم راته راکړه خو د غره څنګه ده؟

اوس خو به یو وي اوس خو نه کوي جګړې خپلو کې

ترخه هم ښه لګیدل ووایه خواږه څنګه دي؟

زه یې جنت کې ازانګې اورمه خوند راکوي

زما د قام په خوله نارې د ژوندانه څنګه دي؟

وايي جرګې کوي په یوه مرکز ټولیږي سره

د شازلمو هرې تپې ته تله راتله څنګه دي؟

خوب کې حمزه بابا مسکی شو او ویل یې راته

سالکه څنګه دی غزل او پښتانه څنګه دي؟

****

دا غزل د کرن خان په غوښتنه لیکل شوی دی.

درنښت

سالک

-
بېرته شاته