(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور خولۍ

[17.May.2018 - 08:25]

منظوري خولۍ امن، امن، امن

امن، امن وايي سکوت مات شو په يوه خولۍ 

غږ د انقلاب مې کړلو سور څادر او سره خولۍ

 

امن، امن وايم زما ورور ورک دی هغه غواړم

پلار مې چا وژلی که ورک شوی فیصله غواړم

ورک په يو او بل نامه او قتل د پښتون روا

څه دستور او څه کيسه روانه ده نقشه غواړم

ته قاتل يې زه مقتول، زه ترور او ته څوک يې

اصل کې همدا جواب له هر چا نه ښکاره غواړم

کفر او اسلام خو ما ونه لېده غالب مغلوب

زما په خاوره څوک کافر دی زه يې نمونه غواړم

زه د سولې غږ کوم په خپل قام خپله خاوره کې

نور له سختو شپو ورځو نه ستړی یم دمه غواړم

 

ننګ په خپله خاوره دی یو غږ شو د زلمو پېغلو

هلئ ټول پر سر کړئ شو بېرغ مو پښتنه خولۍ

 

دا د جنګ پر ضد پښتون او دا په جنګ کې ګېر ولس

ورک شو، بنديوان شو لا معلوم مې نه دی ډېر ولس

ستا په مرګ او وينه معاملې د دنيا ګرمې دي 

ستا بادار هماغه دی، چې ته يې کړلې زېر ولس 

ستا په خاوره جنګ قامه ستا نه دی دا د نورو دی 

خس خاشاک يې ته يې ځکه ته نه شوې د شمېر ولس

ته دې خپل حق وغواړه راپورته شه راپورته شه

نور صبر په څه معنی خپل صبر کړلې هېر ولس 

سپينه ستا د سر خولۍ هم سره شوه ستا په سرو وينو 

څه شوه ازادي دې ته خو وې له سره تېر ولس 

 

سپين د اقتدار لباس سرې جنډې د حق نارې 

دا تاريخ نښه شوه په سر دې شوه جنډه خولۍ

 

ته پردی جاسوس سپينه جامه کې د امام په نوم

راغلې جنګ پرست خطیبه زما خانه خراب وې ته

ته د بل غلام وې تا له دینه ډال جوړ کړی وو

زه دې پرې وژلم، چې په کوم حکم جناب وې ته

زه مقتول وم، زه قاتل د چا په خوله د چا رضا

اوس ايله در پوی شوم، چې راوړنکی د اسباب وې ته

دا د ظلم پای دی زه راپورته شوم يو کېږمه

زه هماغه غږ شوم، چې له کوم نه په عذاب وې ته

سره خولۍ او سور څادر دا مې د بدلون نښې

دا د انقلاب نښې، ضد د انقلاب وې ته 

 

زه د جنګ پر ضد يمه منظور يمه تپان يمه

غټ ثبوت د امن مې زما د بېرته شاته