(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ننګ بلنه

[17.May.2018 - 08:13]

د ننګ بلنه

بابا صبر، کاکا صبر

څه وینا درته کومه

په تا بیړه ده منم، خو

زه ژړا درته کومه

 

ولې ولې، وایه وایه

دې کاغذ کې څه دي لورې؟

ستا اوړه کور کې تمام دي؟

که څه بل څه دي مجبورې؟

 

نه نه شکر هر څه ډېر دي

تش نېستي د ژوندانه ده

خدای دې ډېرې روپۍ درکړي

مجبوري د ژوندانه ده

 

نو بیا څه دي او څه غواړې؟

غوړولی دي پلو دی

سوال د څه شي کوې لورې؟

او نیولی دي جلو دی

 

ته خبر یې او که نه یې؟

چې پر موږ د ظلم شپه ده

ورکوو د وینو نذر

لا د مرګ غدۍ دېره ده

 

چپ شه چپ شه لورې چپ شه

دا د ژوند کچکول دي مات کړه

ځم چې خرڅ کړم امیدونه

ته خوبونه خپل میرات کړه

 

بابا صبر، کاکا صبر

د رڼا لښکر تیار دی

دا د ننګ بلنه واخله

سباوون په انتظار دی

 

لورې زېری دې راباندې

د تیارو ښامار به وژنو

ځمه ځم درسره ځمه

دا د مرګ سالار به وژنو

 

د ننګونو خیرات غواړم

قام ته واک اخلمه ګرځم

دا د جبر لوږه وژنم

ژوند و ژواک اخلمه ګرځم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۰۵ اپرېل ۲۰۱۸م کال

واشنګټن ډي.سي

بارکوال میاخېل

-
بېرته شاته