(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګې

[17.May.2018 - 07:53]

لویې څو جرګې په پېښور کوو

بیا به سم ګوزار په ستمګر کوو

 

دلته اباسین، هلته پشین نیسي

یو ښکر شئ، لښکر په قبضه ګر کوو

 

ټک به د ټوپک وي په اټک باندې

دغه شر محشر له یو اشر کوو

 

ځئ چې ځو ګله په مارګله پله

دا پرېکړه به موږ په اشنغر کوو

 

پولې به معلومې کړو، موږ پل په پل

پام به د پالنې د دوتر کوو

 

وتړي واخان چې له بولان سره

لک وارې باور په خپل رهبر کوو

 

نه دي سرپرست چې قام پرست نه دي

دا د راز خبره مختصر کوو

 

پاتې دی ارمان دا د سوري افغان

 یو وار به لاهور زېر او زبر کوو

 

تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون

بیا باچا اختر به په باختر کوو

 

ارواښاد شیر علي باچا، ملي پاڅون - مخ ۶۸

 
-
بېرته شاته