(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصاحب شاه صابر

[17.May.2018 - 07:44]

 

 

عشق کوو، پښتو کوو

ژوند د لېونو کوو

 

سوي د ښایست په اور

لوبې په لمبو کوو

 

ځو چېرته د زړه په سر

سیوری د بڼو کوو

 

زړونه مو زخمونه شو

ذکر د پسرلو کوو

 

غبرګ شو مازیګر او یاد

غم چېرته د څښو کوو

 

مینه که رښتیا نه کړو

څه به په ځوانو کوو؟

 

اوس خو چې هر چېرته یو

غم د دې کوڅو کوو

 

ستا نه صبرومه زړه

ځان سره پښتو کوو

 

څه صابره خلک یو

صبر په وعدو کوو

 

د صاحب شاه صابر،خوبونه، مخ ۱۶۶

-
بېرته شاته